کروشیا او ارجنټینا د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ووتل

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې جمعه ډسمبر ۹ (لیندۍ۱۸) ارجنټینا د هالنډ لوبډلې ته ۴-۳ ماتې ورکړه او پدې سره یې د دې سیالیو نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د دې لوبې څخه وړاندې کروشیا برازیل ته چې پنځه ځله یې ددې جام اتلولي ګټلې، ماتې ورکړه او نیمه پای لوبې ته یې ووت.

دواړه لوبې په پینالټې فیصله شوې.

د ارجنټینا او هالنډ تر منځ لوبه ۲-۲ مساوي وه او له همدې کبله د پنالټۍ پړاو ته ولاړه چې ۴-۳ د ارجنټاین په ګټه تمامه شوه.

ټاکل شوې چې په نیمه پای لوبې کې د ارجنټاین لوبډله د سه شنبې په ورځ د کروشیا سره مخ شي.

د ۱۹۹۰ کال راپدیخوا دا دویم ځل دی چې د ارجنټاین لوبډله د فوټبال د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته اوځي او په ۲۰۱۴ کال کې یې په پای لوبې کې جرمني ته لوبه وبایلله چې میسي هم پکې و.

د شنبې ورځې د کورټر فاینل په پړاو کې به پرتګال –مراکش او فرانسه –انګلستان سیالۍ وکړي.