اندرابي: حکومت د 'امنیتي تړون' په نوم ملېشې نه جوړوي

ښاغلي اندرابي همدارنګه زیاته کړه چې په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰زره تنه نیول شوي

له هغه وروسته چې په افغانستان کې د ملېشو جوړولو خبرونه خپاره شول، د افغانستان دوه لوړپوړي امنیتي چارواکي وايي چې د ملېشو جوړولو بحث هېڅ مطرح نه دی.

د کورنیو چارو او ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستانو نن دوشنبه سپتمبر۱۴ (وږې۲۴) د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې افغان حکومت د دې سره سره چې ملېشې نه جوړوي بلکې مخالف یې هم دی.

تر دې مخکې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړو ویلي وو چې د افغان حکومت د «امنیتي تړون» د طرحې عملي کول د ملېشو د جوړولو ته لار پرانیزي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په دغې استجوابیه غونډې کې وویل: "امنیتي تړون د جنايي جرمونو د کمېدو په خاطر رامنځته شوی دی."

ښاغلي اندرابي همدارنګه زیاته کړه چې په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰زره تنه نیول شوي دي.

هغه وویل چې د نیول شوو کسانو عمرونه له ۱۲ څخه تر ۲۵ کلونو پورې دي.

یادې استجوابیه غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج وویل چې د تېرو څو کلونو راپدېخوا یو شمېر ولسي پاڅونوالو په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد وسله پورته کړې چې ګټور ثابت شوي دي.

ښاغلي سراج همدارنګه زیاته کړه چې په نژدې یوه میاشت کې د ماینونو ښخولو په تور ۸۰ تنه هم نیول شوي دي.

افغان حکومت د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۴مه په افغانستان کې د امنیتي تړون د طرحې د عملي کولو د اعلان پر مهال وویل چې دا طرحه د امنیت د ښه‌والي او په دې برخه کې د خلکو د ګډون لپاره جوړه شوې ده.

د امنیتي تړون دغه طرح د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزراتونو او د ملي امنیت ریاست له خوا په ګډه جوړه شوې ده.