طالبان وايي د کابل په ځانمرګي برید کې شپږ تنه وژل شوي

په کابل کې د طالبانو امنیه قومنداني‌ وايي چې دوشنبې په ورځ سپتمبر دویمه (سنبله۱۲) د ښار په شپږمې حوزې کې ځانمرګی برید شوی دی.

د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي: «مازدیګر د کابل ښار ۶ حوزې اړوند قلعهٔ بختیار سیمه کې یو کس پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته انفجار ورکړی چې متأسفانه د یوې ښځې په ګډون شپږ ملکي وګړي شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شوي. زخمیان پر وخت روغتونونو ته لیږدول شوي.»

امریکا غږ ته ځینې ویدیوګانې رسېدلي او عیني شاهدان وایي چې د همدغه برید دی، خو امریکا غږ په خپلواک ډول دا ویدیوګانې تائیدولای نه شي.

طالبان وایي چې د برید په اړه څېړنې روانې دي. خالد ځدراڼ نه دي ویلي چې، برید په چا شوی او هدف یې څوک و.

خو راپورونه وايي چې برید د لویې څارنوالۍ په مخکې هغه وخت شوی چې مامورین له کارونو څخه رخصت شوي وو او کورونو ته روان وو.

په ټولنیزو رسنیو ځینو خبریالانو لیکلي دي چې په برید کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او ژوبل شوي‌ او هدف یې هم د څارنوالۍ د «تعقیب او فرامینو رئیس مولوی شمس الدین شریعتي» و. طالبانو نه دي ویل چې په برید کې شریعتي ته کوم زیان رسېدلی که نه.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم چاودنه تائید کړې خو د څرنګوالي او تلفاتو په اړه یې څه نه دي‌ ویلي.

تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د دغې چاودنی مسئولیت نه دی اخیستی، خو د طالبانو په واکمنۍ کې د اکثریت بریدونو مسئولیت د داعش ډلې منلی دی.