د رواداري سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې مې دریمې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د خبریالانو او رسنیو پروړاندې د محدودیت، ځپلو او سانسور اقدامات دوام لري، چې له امله یې رسنیو خپله خپلواکي او د عمل ازادي له لاسه ورکړې ده.
د رواداري سازمان د چهارشنبې په ورځ مې اول ( ثور۱۲) د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې مې دریمې په مناسبت په افغانستان کې په نږدې دریو کلنو کې د طالبانو د بیا واکمنیدو پر مهال په دغه هیواد کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت په اړه په یو راپور کې د افغان خبریالانو او رسنیو په ناسم وضعیت ژوره اندیښنه ښودلې ده.
رواداري په خپل دغه راپور کې په رسنیو کي د ښځو پر کار کولو شدید او توپیریز محدودیتونه، د خبریالانو په خپلسر نیوني او ربړوني، د معترضانو نیونه او حتی وژنه او خلکو ته حساب او ځواب نه ورکوونه د مهمو مواردو په توګه یاد کړي دي.
رواداري دا راپور د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مي څخه تر ۳۱ مارچ ۲۰۲۴ پوري وضعیت رانغاړی، چې د بیان ازادۍ حق او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اړوند معلوماتو، اسنادو او شواهدو راټولولو لپاره د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کي د ۶۱ ښځو په ګډون د ۲۶۴ تنو سره مصاحبي تر سره کړي دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بيا راګرځېدو نږدې درې کاله تیریږي چې په دې موده کې په هيواد کې سلګونه رسنۍ د خپلو فعاليتونو بندولو ته اړيستل شوې دي.
دا راپور وايي: " طالبانو په ايډيالوژيک چلند رسنې، په سيستامتيک او هدفي بڼه د بيان پر ازادۍ او معلوماتو ته د لاس رسي پر حق محدوديتونه لګولي دي. د مخکنيو قوانينو لغوه کول او ځنډول، د بيان د آزادۍ پر ملاتړو بنسټونو د فشارراوړل، او معلوماتو ته پر لاس رسي د نه توجيه کېدونکو محدوديتونو وضعه کول تر ټولو مهم محدوديتونه دي".
دا راپور وايي چې اوس مهال په افغانستان کې هغه فعالې رسنۍ چې مخکې يې د بيان د آزادۍ په ترويج او په آزاداه توګه معلومات په خپرولو کې مهم نقش درلود، خپله خپلواکي او د عمل آزادي يې له لاسه ورکړې، او د وېرې او اختناق د فضا له امله هيوادوالو څخه د آزاد او انتقادي نظر څرګندولو حق هم اخستل شوی دی.
د روداري سازمان ویلي طالبانو هغه قوانین چې معلوماتو ته د لاس رسي او د بيان د آزادۍ د حق تضمينوونکي و، لغوه او تعليق کړي دي، اواوس هيڅ داسې اغېزناک حقوقي ميکانيزم نشته چې د حاکمې ډلې د بې ځايه فشار پر وړاندې د رسنيو او خبریالانو ملاتړ وکړي:" هغه چاره چې له يو پلوه د بيان د آزادۍ او معلوماتو ته د لاس رسي د حق د پراخ نقض لامل شوې او له بل پلوه د خلکو پر برخليک اغېزلرونکو تصميم نيونو کې يې د هيوادوالو د ګډون امکان له منځه وړی دی".
د دې راپور موندنو ښودلې چې طالبانو د بشري حقونو نړیوالو موازينو ته له هر ډول التزام او خلکو ته د ځواب او حساب ورکولو پرته، د بيان او د رسنيو آزادي ځپلې، او په ځانګړي ډول يې د ښځو خبریالانو پر کار غیر قانوني او تبعیضي محدوديتونه لګولي دي. لکه څنګه چې دا مهال د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له خوا د وضع شويو شرایطو په بشپړ رعايتولو سره ډېر کم شمېر ښځې خبریالانې له رسنيو سره پر کار بوختې دي.
رواداري وايي ددې سربیره ، د خبریالانو پرله پسې ځورونې، خپلسر نيونې، شکنجه کول، بنديانول او حتی د شته وضعيت پر وړاندې د اعتراض کوونکو وژل، په ځانګړي ډول د امربالمعروف، اطلاعاتو او کلتور، استخاراتو او امنيه قوماندانيو له خوا د دي ترڅنګ د کتابتونونو، کتاب پلورنځيو او خپرندويو موسسو پر فعاليتونو د پراخو محدوديتونو لګول، د حساب ورکولو د ميکانيزمونو له منځه وړل او تر څنګ يې اداري او مالي فساد، نور هغه مهم موارد دي چې طالبان يې په افغانستان کې له واک ترلاسه کولو وروسته مرتکب شوي دي.
معلوماتو ته د لاس رسي د تضمین لپاره د حقوقي ميکانيزم نشتوالی
د رواداري سازمان ویلي چې د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت د قوانينو له مخې معلوماتو ته لاس رسی د دغه هیواد د وګړو لپاره د يو بشري حق په توګه تضمین شوی وو. خو طالبانو واک ته په بيا راستنېدو سره سم اساسي قانون لغوه او د نورو تړونونو قوانینو پلي کول یې عملآ وځنډول، چې په دې ترتيب دا مهال معلوماتو ته د لاس رسي د تضمین لپاره هيڅ روښانه او اغېزناک حقوقي چوکاټ نشته دی.
د بشري حقونو د نقض د پېښو اړوند معلوماتو وړاندې کول
د رواداري سازمان ویلي چې طالبانو په تېرو نږدې درې کلونو کې په هدفي ډول د بشري حقونو د نقض د پېښو اړوند د معلوماتو خپرولو مخنيوی کړی دی.
رواداري داسې موارد مستند کړي دي چې يو شمېر خبریالان، عيني شاهدان او د بشري حقونو د نقض د قربانيانو خپلوان له رسنيو او بشري حقونو بنسټونو سره د مرکو او معلوماتو ورکولو له امله نيول شوي، بنديان شوي او شکنجه شوي دي.
په دې اړوند يو شمېر قربانيانو او عيني شاهدانو ویلي چې طالبانو هغوی په تهديدولوسره رسنيو او بشري حقونو بنسټونو ته له هر ډول معلوماتو ورکولو منع کړي دي. رواداري وايي دا چلند له سيمه ييزو رسنيو اوخبریالانو سره هم شوی دی، تر دې چې طالبانو يو شمېر خبریالان د بشري حقونو د نقض د پېښو اړوند د معلوماتو د خپرولو له امله نیولي او بندیان کړي دي.
د کتابتونونو کنټرول او پلټنه
طالبانو په افغانستان کې د واک ترالسه کولو وروسته په ټول هيواد کې د کتابتونونو او خپرندويه موسسو پر فعاليتونو پراخ محدوديتونه لګولي او پلي کړي دي. لکه څنګه چې په دې موده کې لسګونه کتابتونونه، کتاب پلورنځی او نورې اړوندې موسسې د هيواد په بیلابیلو برخو کې د طالبانو د سختو مقرراتو او مالي ستونزو له امله تړل شوي دي.
د بيان او مطبوعاتو د ازادۍ د تضمین د قانوني چوکاټونو لغوه کول
د رواداري سازمان ویلي چې طالبانو واک ته له بيا راستنېدو سره سم د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اساسي قانون لغوه کړ او د بيان او مطبوعاتو د آزادۍ د حق د تضمین ټول حقوقي ميکانيزمونه يې هم له منځه وړي دي:" لکه څنګه چې دا مهال يې د ډله ييزو رسنيو د قانون اجرا چې د مخکني اساسي قانون د احکامو په پیروۍ او د بيان د آزادۍ، د خبریالانو د حقونو د ملاتړ او د رسنيو د آزاد فعاليت د شرایطو د تامین ، ترويج او د ټولنیزو رسنيو د پراختيا، استقلال او ګڼوالي په موخه تصويب شوی و، په عمل کي ځنډولی دی".
ددې راپور له مخې، دا مهال د بيان آزادۍ د حق او په افغانستان کې د آزادو رسنيو د فعاليت د ملاتړ د تضمین لپاره عملآ هیڅ قانون نه پيل کيږي او طالبانو په دې موده کې په سيستماتیک او پروګرام شوي ډول د رسنيو فعاليت د هرې ورځې په تېرېدو سره لا محدود کړی دی.
رواداري ویلي: " لکه څنګه چې استخبارات، امربالمعروف او اطلاعاتو او فرهنګ ادارې په جدي توګه د رسنيو فعاليت او حتی د ټولنيزو شبکو کاروونکي څاري او کنټرولوي. هغه وضعيت چې له يو پلوه له يوې خوا سلګونه چاپي، انځوريزي او غږيزې رسنۍ په تېرو نږدې درې کلونو کې بندې شوي دي او له بل پلوه يې په پايله کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ترسره کیدل، خپل ځان سانسورول او د رسنيو ځپل زيات شوي دي".
د رسنيو او خبریالانو د شمېر کموالی
رواداري وايي په تېرو نږدې درې کلنه موده کې د سلګونو رسنيو فعاليت لکه د چاپي، غږيزو او تصويري رسنيو فعاليتونه بند شوي دي. د طالبانو له خوا پراخ محدوديت او هم اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د دې رسنيو د بندېدو تر ټولو مهم دلایل دي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت له سقوط وروسته او د طالبانو له راتلو سره په افغانستان کې د فعالو ۶۰۰ رسنيو نیمايي يې د اجرا شويو محدوديتونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي.
همدا راز، په تېرو ۳۱ مياشتو موده کې د پام وړ خبریالانو د امنيتي تهديدونو، فشار او د حاکمې ډلې له خوا د ځپلو، د يو شمېر رسنيود فعاليتونو د بندېدو او هم د اقتصادي ستونزو له امله خپل کارونه له لاسه ورکړي دي، او يا د هيواد پرېښودو ته اړ شوي دي. زیات شمیر خبریالان چې په هر دليل نه دي توانېديل چې هيواد پريږدي دا مهال په نامناسب اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي.
په رسنيو کې د ښځو پر ګډون لګول شوي محدوديتونه
د روداري سازمان ویلي چې طالبانو په رسنيو کې د ښځو د ګډون او نقش په اړه غیر قانوني او پراخ محدوديتونه لګولي دي. لکه څنګه چې يواځې د هيواد يو محدود شمېر ښځې د امربالمعروف ادارې له خوا د لګول شويو شرایطو د رعايت په شرط له رسنيو کارونه کوي. د تور ماسک اچول او د پام وړ حجاب رعايت په رسنيو کې د ښځو د کار شرط دی.
په دې راپور کې ویل شوي: " سربیره پر دې، ښځې خبریالانې اجازه نه لري چې په ګډه له نارينه همکارانو سره په خپرونه کې برخه واخلي او هم هغوی نشی کولی چې د طالبانو له مسئولينو سره مرکه وکړي او یو شمیر ولایتونو کی په عمومي پروګرامونو لکه رسنيزو کنفرانسونو کې د خبریالې په توګه ګډون وکړي".
همدا راز، په دې راپور کې ویل شوي چې په يو شمېر ولایتونو کې لکه په غزني او بدخشان کې ښځې یوازې کولی شي د دیني او روغتیايي خپرونو پرمخ وړلو کې په راډیوګانو کې دنده اجرا کړي.
د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۰ د غزنيولایت د طالبانو د اطلاعاتواو کلتور رياست په رسنيو کې د ښځو ګډون منع اعلان کړ؛ خو د خبریالانو د ملاتړ يو شمېر بنسټونو د عدالت غوښتني په پايله کې طالبانو وروسته په دې شرط په رسنيو کې د ښځو حضور ومانه چې د امربالمعروف ادارې له خوا د ټاکل شوي بشپړ حجاب رعايت کړي او يواځې په ديني او روغتيايي خپرونو کې برخه واخلي.
په کندهار ولایت کې طالبانو دوه کاله مخکې له سيمه ييزو رسنيو وغوښتل چې د ښځو ګډون محدود کړي او اوس يواځې ۵ ښځې د تعليم او تبليغاتو په برخه کې او ۲ نورې ښځې د دې ولایت په رسنيو کې د ښځو اړوند خپرونو د جوړوونکو په توګه کار کوي، چې يواځې د اړينو چارو لپاره دفتر ته ځي.
د طالبانو يو لوړ پوړي مقام په دې ولایت کې يو رسنيز فعال ته ویلي چې په رسنيو کې د ښځو د فعاليت او حضور په برخه کې د اجرا شويو محدوديتونو اړوند خبرې ونکړي، ځکه دا يوه «اسلامي مسله» او د طالبانو د مشر شفاهي امر دی.
په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې رسنيو ته امر کړی چې ښځو سره له مرکو او د هغوی د غږ خپرولو څخه ډډه وکړي. په هلمند ولایت کې طالبانو د ماشومانو د ګوزڼ په اړه د يونيسف تبليغايت پيغام چې د ښځې په غږ کې ثبت شوی و، بند کړ.
د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر ۲۸ طالبانو په بدخشان ولایت کې دوه تنه يوټيوبران له دې امله ونيول چې په خپله يوه خپرونه کې يې له ښځو سره مرکې کړې وې او هغوی ماسک نه و اچولی. له کابل ښار څخه د يوې رسنۍ مسئول رواداري ته ویلي چې که د ښځو خبریالانو يو تار ويښته هم ښکاره شي د هغې رسنۍ مسئول د طالبانو له خوا ورغوښتل کيږي او تهديديږي. هغه همدا راز ویلي چې د استخباراتو ادارې رسنيو ته امر کړی چې بايد د ښځو د حقونو فعالان او په بهر کې مېشتې د طالبانو د سياستونو ښځينه منتقدينې په خپلو خپرونو کې دعوت نه کړي.
رواداري وايي چې د افغانستان په ډېرو برخو کې طالبانو ښځو ته اجازه نه ده ورکړې چې رسنيو سره کار وکړي. د بېلګې په توګه په پروان ولایت کې طالبانو سيمه ييزې رسنۍ ګواښلي دي چې د ښځينه خبریالانو د کمارنې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.
په همدې موخه د استخباراتو ادارې د دې ولایت د رسنيو مسئولین څو ځلې ورغوښتي او له هغوی څخه يې ژمنه اخستې چې ښځې خبریالانې استخدام نه کړي. په کاپيسا ولایت کې هم سيمه ييزو مسئولينو ته په شفاهي توګه امر شوی چې هيڅ ښځه بايد په رسنيو کې کار و نه کړي.
په جنوب ختیځو ولایتونو کې نه يواځې ښځې په رسنيو کې د کار حق نه لري بلکې د غږ خپرول يې هم منع شويدي. همدا راز، په مرکزي سيمو کې هم ښځو ته په رسنيو کې د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.
ددغه سازمان د راپور له مخې سربیره پر دې، په تېرو نږدې درې کلنه موده کې لسګونه چاپي، تصويري او غږيزې رسنۍ چې د ښځو له خوا مديريت کیده، تړل شوې دي.
طالبانو په کندهار او هلمند ولایتونو کې دوه سيمه ييزې راډيوګانې چې د ښځو اړوند وې، او په فراه واليت کې د ښځو اړوندې دوه راډيو ګانې تړلې دي، او هم يې د دې ولایت ښځو ته خبرداری ورکړی چې بايد رسنيو سره کار و نه کړي.
همدا راز، طالبانو په يو شمېر ولایتونو کې رسنيو ته امر کړی چې بايد د هيڅ هغه پروګرام راپور خپور نه کړي چې ښځې پکې ګډون لري او هم ښځې حق نه لري له ديني خپرونو پرته د رسنيو په ژونديو خپرونو کې اړيکه ونیسي او خپلې پوښتنې مطرح کړي.
د معترضانو نيول، شکنجه او وژل
د رواداري سازمان په دې راپور کې ویلي چې طالبان هيڅ ډول اعتراض او نيوکه نه مني او له خپلو منتقدينو څخه غچ اخلي. دا سازمان وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست څخه تراوسه ډېر کسان د انتقاد او د عقايدو او افکارو آزادانه څرګندولو او د خپلو مدني غوښتنو د تعقيب له امله نيول شوي، شکنجه شوي او حتی وژل شوي دي.
دغه سازمان ویلي د طالبانو د حکومت چارواکو بيا بيا ویلي چې د شته وضعيت اړوند انتقادي نظراو د ستونزو او ګډوډيو په اړه خبرې کول د اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) د موقعيت تخريب ګڼل کيږي او له همدې امله سزا ورکول کيږي. هغوی خپل مخالفت حرام او د مخالفانو وژل واجب ګڼي. لکه څنګه چې ندا محمد نديم د کابل لپاره د طالبانو مخکني والي ویلي ؤ، چې د بېلګې په توګه، اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د سياستونو د مخالفينو او معرتضانو په له منځه وړلو کې به له هيڅ شي دريغ و نکړي.
رواداري سازمان د بیلګې په توګه د فراه په ولایت کې د طالبانو د حاکميت په لومړيو مياشتو کې د ۳۱ تنه په ټولنيزو شبکو کې د خپل حکومت د نقدولو په تور نيولي او شکنجه کړي دي. همدا راز، په بلخ ولایت کې ۸ تنه معرتضې ښځې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو پر وړاندې د اعتراضي پروګرامونو کې د ګډون له امله په مرموز ډول وژل شوې وې.
د خبریالانو ځورول، نيول او شکنجه کول
د راوداري سازمان د راپور د موندنو پر بنسټ طالبانو په پراخه توګه خبریالان ځورولي، نيولي او شکنجه کړي دي. پر دغو خبریالانو د انتقادي رپوټونو خپرولو، د امنيتي پېښو، مدني او عدالت غوښتونکو راټولېدنو او د د طالبانو د حکومت د مهخالفو وسله والو ډلو ملي مقاومت جبهې او د آزادۍ جبهې د بريدونو خبرې پوښښ تور و.
ددې سازمان د راپور له مخې لکه څنګه چې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۱۵مه نېټه د طالبانو د استخباراتو ادارې د تخار ولایت يو خبریال د طالبانو پر وړاندې د انتقادي راپور د خپرولو په تور ونيو او شکنجه يې کړ.
همدا رنګه، د ۲۰۲۲ کال د اپرېل پر ۷مه نېته د کندهار ولایت يو خبریال په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست جواز يې هم درلود او د يوې امنيتي پېښې د راپور برابرولو لپاره يې روغتون ته مراجعه کړې وه، د طالبانو له خوا و نيول شو او هلته د درې ساعتونو لپاره توقيف شو. په دې راپور کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د پروان ، غزني، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د خبریالانو د نیولو په اړه معلومات هم ورکړي دي.
رواداري د دې راپور موندنو ته په پام سره او په افغانستان کې د بيان آزادۍ او اطلاعاتو ته د لاس رسي ناوړه وضعيت د ښه کیدو لپاره نړیوالې ټولنې او د طالبانو حکومت ته ځینې وړاندیزونه هم کړي دي.
په دې وړاندیزونو کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې پر طالبانو باندې دې د بیان د ازادۍ د خوندیتوب لپاره فشار راوړل شي او په افغانستان کې د خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د ملاتړ لپاره دې اقدامات وکړي
په دې وړاندیزونو کې ویل شوي: " د ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړو چې په افغانستان کې د خپلې استازولۍ د دفتر له لارې د حاکمې ډلې د بې ځايه فشار، ځپلو،ځورولو او نورو غیرقانوني کړنو پر وړاندې په افغانستان کې د ښځينه او نارينه خبریالانو ملاتړوکړي.
د طالبانو د حکومت غبرګون
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي راډیو ته ویلي چې باید رسنۍ خپل فعالیتونه او خپرونې د دیني ارزښتونو او ملي کټو پراساس ترسره کړي.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت رسنیو ته ارزښت ورکوي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو ادارو ترڅنګ رسنیو سره نږدې همکاري لري، چې ددغې همکارۍ په ترڅ کې د خبریالانو او رسنیو د امنیت د خوندیتوب سربیره هغوی ته په موقع باندې معلومات او لازمې اسانتیاوې هم برابرې شوي دي.