هلمند کې افغان او امریکايي خبریالان وژل شوي

ډیوډ گلکي په عکاسۍ کې څو نړېوالې جایزې ګټلې وې

د امریکا د ملي راډیو (ان پي آر) دوه عکاس خبریالان د یکشنبې په ورځ د افغانستان د هلمند په ولایت کې ووژل شول. ډیوید ګیلکي او افغان ژباړن یې، ذبیح الله تمنا، د افغان ملي‌ پوځ په یوه موټر کې و چې وسله والو طالبانو پرې برید وکړ.

پنځوس کلن ډیویډ ګیلکي د هلمند د جګړې نه د راپور ورکولو په موخه دغه ولایت ته تللی و. هغه د عراق په ګډون د ځينو جګړه ځپلو هېوادونو انځور نړۍ ته ورکاوه او پدې لړ کې یې ګڼې مسلکي جایزې اخیستې وې.

۳۸ کلن ذبیح الله تمنا هم له ښاغلي ګیلکي سره د همکار او ژباړونکي په توګه کار کاوه.‌

ان پي آر تر اوسه د دغو خبریالانو د وژل کیدلو جزئیات ندي ورکړي. د ملي پوځ د موټرونو پدغه کاروان د ان پي آر دوه نور بهرني خبریالان هم و چې له پیښې روغ رمټ وتلي دي.

په تیرو څو میاشتو کې په هلمند کې د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي‌ او ویل کیږي‌ چې طالب جنګیالیو د ځينو سېمو واک ترلاسه کړې او ځيني‌ نورې سېمې ګواښوي.‌


تېر کال په نړۍ کې ۷۳ خبریالان ووژل شول. د افغانستان د رسنیو د ملاتړ یوه سازمان (نی) په حواله ۲۰۱۵ کال کې حداقل څلور افغان خبریالان ووژل شول.