د نړۍ تر ټولو بډایه شخص څوک دی؟

د امازون بنسټ ایښونکی او رئیس جف بزوس

امازون چې اوس د ١٣ هیوادونو لپاره ځانگړې ویب پاڼې لري بنسټ یې څه دپاسه دوه لسیزې وړاندې جف بزوس ایښې دی.

د امازون ویبپاڼې بنسټ ایښونکی جف بزوس، د نړۍ تر ټولو بډایه شخص شو.

د فاربز مجله چې د نړۍ د بډایو خلکو په اړه خبرونه خپروي رپوټ ورکړی چې سږکال جف بزوس د ۹۰،۶ میلیاردو ډالرو پانگې په درلودلو سره د مایکروسافت د شرکت د بنسټ ایښونکي بل گیټس، نه مخکې او د نړۍ تر ټولو بډایه شخص شو.

ښاغلي بزوس په ۱۹۹۴ کال کې د امازون ویب پاڼه تاسیس کړه. په لومړي سر کې امازون د کتابونو د یو آنلاین پلورنځي په توگه کار پیل کړ، خو نن ورځ دغه ویب پاڼه د نړۍ تر ټولو ستر انټرنیټي پلورنځی دی.

جف بزوس چې د فاربز مجلې د نړۍ د خورا بډایو خلکو په فهرست کې تازه شامل شوی خپله پراخه پانگه د امازون د ویب پانې د خورا زیاتې ودې او پراختیا او د هغې له لارې د خدمتونو د وړاندې کولو له لارې ترلاسه کړې ده.

دغه امریکایي میلیاردر د امازون د ویب پاڼې رئیس او عامل مدیر هم دی. هغه توانیدلی چې دا ویب پاڼې د مُد او فیشن نه نیولې د سینمایي فلمونو د تولید او خوراکي توکیو د خرڅلاو پورې له هند نه تر مکسیکو وغزوي.

د فاربز مجلې د رپوټ له مخې د بل گیټس پانگه اوس ۹۰،۱ میلیارد ډالره ده او هغه د ٢٠١٦ کال پورې د خپلې پانگې څه دپاسه ٣١ میلیارد ډالر د نړۍ په گوټ گوټ کې د خیریه کارونو لپاره لگولي دي.

بل گیټس په تیرو ۲۳ کلونو کې ۱۸ ځلې د فاربز مجلې د نړۍ تر ټولو بډایو کسانو د لست په سر کې ځای درلوده.