د پښتون تحفظ تحریک مخکښ مشران محسن داوړ او علي وزیر چې د تیرو څلورو میاشتو نه په بند کې و، عالي محکمې یې د خوشې کیدو ضمانت منظور کړیدی.
د پیښور عالي محکمې د پښتون تحفظ تحریک د مشرانو او د وزیرستان نه د پارلمان د غړو محسن داوړ او علي وزیر ضمانت منظور کړ.
د پښتون تحریک د مشرانو یو مدافع وکیل سنگین خان د هغوي د ضمانت د منظورریدو خبر تائید کړ او امریکاغږ ته یې وویل: "د پیښور عالي محکمې د بنو څانگې د خړ کمر په پیښې کې چې د روان کال د می په ٢٦ نیټه شوې وه، د علي وزیر او محسن داوړ ضمانت منظور کړ او هیله ده چې هغوي به ژر تر ژره خوشې شي."
سنگین خان وویل چې هیله لري حکومت اوس د هغوي خلاف نورې قضیې ثبت نه کړي او پرته د کوم خنډ یې خوشي کړي.
څو ورځې مخکې د تحریک یو بل مشر عالمزیب محسود هم خوشی کړل شویدی. د هغه ضمانت د پاکستان سترې محکمې منطور کړی و.
د یادونې وړ ده چې د می په ٢٦ نیټه د وزیرستان د خړ کمر په سیمه کې د پي ټي ایم د مشرانو په وینا د پاکستان پوځ پر هغوی ډزې کړي وی او ۱۳ تنه یې وژلي دی. خو پوځ وايي چې د پي ټم ام غړو پر امنیتي پوستې برید کړی او پنځه سرتيري یې ژوبل کړي دي.
له دغې پېښې وروسته د پاکستان پوځ د پي ټي ایم مخکښ غړي علي وزیر او محسن داوړ د قتل او ترهګرۍ په تور نیولي و.