د ایربس الوتکې جوړونکي شرکت جمعه جنوري ۲۶ (سلواغلې ۶) ویلي چې پلان لري په هند کې د هلیکوپترو جوړولو یوه فابریکه د دې هیواد یو تر ټولو غټ شرکت، ټاټا سره په ګده جوړه کړي.
دا اعلان نوې ډهلي ته د فرانسې د جمهور رئیس ایمانیول مکرون د دوه ورځني سفر په ترڅ کې شوی.
د الوتکو جوړولو دې یو تر ټولو ستر اروپایي شرکت ویلي چې په هند کې د هلیکوپترو جوړولو لپاره د فابریکې کار به په دوو کالونو کې بشپړ شي او دا به لومړی ځل وي چې په هند کې یو خصوصي ګروپ دا ډول فعالیتونه پر مخ وړي.
د ایربس شرکت ویلي چې پدې فابریکې کې به د H125 Ecureuil په نامه هلیکوپترې جږړې شي او نه یوازې په هند بلکې ګاونډیو هیوادونو ته به د همدې فابریکې څخه واستول شي.
د دې شرکت اجرائیوي رئیس ګیلوم فیوري ویلي چې په هند کې د هلیکوپترو جوړل به پدې هیواد کې د دې الوتکو جوړولو لپاره "په ریښتیني توګه د بازار آینده پرانیزي".
H125 وړې هلیکوپترې دي چې شپږ کسان پکې ځایدلی شي.
دا لومړی ځل ندی چې د ایربس الوتکو جوړونکې شرکت په هند کې داسې یو فابریکه پرانیزي.
دې شرکت په ۲۰۱۲ کال کې هم د ګجرات په ایالت کې د C295 نظامي ترانسپورتي الوتکو جوړولو د فابریکې پرانیستلو پریکړه کړې وه. پدې فابریکې کې هم د هند یو تر ټولو ستر شرکت ټاټا برخه درلوده.
د فرانسې جمهور رئیس پداسې حال کې د ختیځ آرام سمندر په هیوادونو کې د خپل هیواد نقش پراخوي چې واشنګټن او غربي متحدین یې کوښښ کوي د چین سره د مقابلې لپاره هند په اقتصادي او نظامي لحاظ قوي کاندي.