ننګرهار کې دې د "ملکيانو قاتلان" محاکمه شي- بشري حقونو کمیسون

د بشري حقونو کمیسیون وايي، دغه کمیسیون په ۱۳۷۶ لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې ۲۷۷ پیښې ثبت کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د خپلسرو او صحرايي محکمو، د جنسي تیري او ملکي وګړو پر تلفاتو اندیښنه وښوده.

دغه کمیسون همدغه راز له افغان حکومت غوښتي، چې د ننګرهار په ولایت کې د ملکي وګړو قاتلان دې محکمې ته معرفي کړي.​ څو ورځې مخکې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د راپورونو له مخې یو شمېر ملکي خلک ووژل شول.

بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یوازې د روان لمریز کال د کب په میاشت کې چې نن یې وروستۍ ورځ ده، د بدخشان ولایت د بهارک په ولسوالۍ کې له یوې ښځې سر پرې شوی، او د همدې ولایت د یمګان په ولسوالۍ کې یوه بله ښځه او سړی وژل شوي، د فاریاب ولایت د کوهستان د ولسوالۍ " خم سفید" په کلي کې یو انجلې او یو هلک په عام ځای کې په درو وهل شوي او د جوزجان په ولایت کې پر یو لس کلن ماشوم باندې جنسي تیری شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په اعلامیه کې د کونړ د مانوګۍ په ولسوالۍ کې د تیرې اونۍ د ډرون طیارې په برید کې د دریو ماشومانو د وژلو اود ننګرهار ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې د اتو ملکي وګړو د وژل کیدو یادونه هم شوې ده.

دغه کمیسیون د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو غوښتي، چې د صحرایي محکمو او د ملکي وګړو د اوسیدانې پر ځایو د بریدونو څخه ډډه وکړي.

همداشان بشري حقونو خپلواک کمیسیون له افغان حکومت غوښتي، چې د ننګرهار په ولایت کې د ملکي وګړو قاتلان دې محکمې ته معرفي کړي.

د پت د ساتلو لپاره د ښځو وژل

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کمشنره میرمن ثریا صبحرنګ وايي، دغه کمیسیون په روان ۱۳۷۶ لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې ۲۷۷ پیښې ثبت کړي، چې نږدې نیمایي ۱۳۶ یې د پت د ساتلو لپاره د ښځو ناموسي وژني دي.

میرمن صبحرنګ، چې د دوشنبې په ورځ یې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، چې په دې پیښو کې په مرموز ډول د ۵۱ ښځو وژل هم شامل دي.

میرمن صبحرنګ وویل، چې د دغو ۲۷۷ قضیو یوازې ۴۹ فیصده یې ارزول شوي او عاملین یې هم د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.

خو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمشنرې وویل، چې لا هم د ۵۱ فیصدو قضیو عاملین د معافیت د فرهنګ او یا هم د فرار له امله تراوسه د قانوني تعقیب لاندې نه دي نیول شوي.