د ملي یووالي د حکومت سلمه ورځ ده، خو کابینه لا نشته

په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو نه سل ورځې تیرې شوې

په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو نه سل ورځې تیرې شوې

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ملي یووالي د حکومت اجرایي رئیس عبدالله عبدالله د میزان په اومه لوړې وکړې.

د جمهور رئیس غني د لوړې په مراسمو کې په ۴۵ ورځو کې د نوې کابینې د جوړولو وعده شوې وه، خو د ۱۰۰ ورځو په تېرېدو لا هم کابینه جوړه نه شوه.

اجرایي رئیس عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې غونډې کې د کابینې د جوړولو وعده تکرار کړه خو دا يې ونه ویل چې په کومه ورځ به کابینه اعلان شي.

ښاغلي عبدالله وویل" هره ورځ جمهور رئیس صاحب او زه هغو کاندیدانو سره چې معرفي کیږي خبرې او بحثونه لرو انشاالله د افغانستان د خلکو انتظار به پای ته ورسیږي".

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د کابینې نه جوړېدل نه یوازې په افغانستان کې د مدني ټولنې کلک غبرګون راپارولی دی، بلکې پخپله د ملي یووالي په حکومت کې د ځینو شاملو ډلو د نارضایتۍ سبب شوی هم دی.

ښاغلی عبدالله هم دا مني چې د کابینې په جوړولو کې رامخې ته شوي ځنډ نه خلک نور ستومانه شوي دي.

ښاغلي عبدالله په کابل کې د افغانستان د یوولسو ولایتونو د ولایتي شوراګانونو منتخبو غړو سره په کتنه کې وویل خلک حق لري چې له دې وضیعت څخه ستومانه اوسي.

هغه وویل"تاسې حق لرئ چې ستړي اوسئ د افغانستان خلک ددې حق لري چې ناراضه اوسي او شکایتونه ولري، انشاالله چې په یوې داسې کابینې چې د خلکو ښه استازیتوب وکړي او کار په کې اهل د کار ته سپارل شوی وي او ټول ځانونه د افغانستان د خلکو صادقه خدمتګار وپیژني د خلکو انتظار هم پای ته رسیږي".

د سرپرستو وزیرانو ستونزه

ښاغلي عبدالله دا ومنله چې د نوي حکومت د جوړیدلو را وروسته د سرپرستو وزیرانواو والیانو د کار دوام خلکو ته ستونزې رامخې ته کړي دي.

جمهور رئیس غني له لوړې څخه دوه ورځې وروسته د یو فرمان له لارې د وزیرانو او والیانو نه یو شمیر واکونه واخیستل او هغوی یې د سرپرستانو په توګه وټاکل.

د سرپرستو وزیرانو د کار د دوام سره د ولسي جرګې له کلک مخالفت وروسته جمهور رئیس پخواني وزیران له کاره ګوښه او د وزارتونو مرستیالان یې د کابینې تر جوړیدلو د سرپرستو وزیرانو په توګه وټاکل. خو د کندوز او پکتیکا له ولایتونو پرته په دغه موده کې چې ورته نوي والیان معرفي شوي او د هرات والي له کاره ګوښه شوی نور ټول والیان د سرپرستو والیانو په توګه کار ته دوام ورکوي.

د کابینې د نه اعلانیدو په وړاندې د مدني ټولنې یو شمیر فعالانو هم سخت عکس العمل څرګند کړی او حتی چې د مدني ټولنې یو شمیر فعالانو د ملي یووالي د حکومت د کابینې د ځنډ سره د مخالفت لپاره تیره ورځ په سمبولیکه توګه یوه کابینه هم اعلان کړه.

دا پهداسې حال کې دي چې د افغانستان د جمهوري ریاست منابع وایي، جمهور رئیس به ددې اونۍ ترپایه نوې کابینه اعلان کړي.

د ټاکنو په مهال خلکو سره وعدي

هغه ادارې چې د ملي یووالي د حکومت د سلو ورځو ارزونه یې کړې وه وايي، پدغه موده کې دا حکومت یوازې د څلورو ژمنو په ترسره کولو بریالی شوی دی.

د افغانستان د ایمپیشن په نوم د یوې ادارې مشر احمد شجاع چې په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د کړنو د څار لپاره د سلو ورځو د ارزونې په نوم یې یوه پروژه پرمخ وړله امریکا غږ ته وویل چې د ملي یووالي حکومت یو سلو لس ژمنې کړې وې، چې په څلورو عمل شوی، درویشت ژمنې د اجراء په حالت کې دي او پاتې نورو باندې کار ندی پیل شوی.

احمد شجاع وايي، په لومړي پنځه څلوېښتو ورځو کې حکومت په ګړندیتوب کار وکړ.

د کابینې د چټک جوړولو غوښتنه

د افغانستان د حقوقي او سیاسي چارو کارپوهان دا ګڼي چې په اوسنۍ بڼه د حکومت د کار دوام د افغانستان په ګټه نه دی او په کاردي چې جمهور رئیس د نوې کابینې په اعلانولو سره دا ستونزه پای ته ورسوي.

د افغانستان د حقوقو او سیاسي علوم استاد فاروق بشر وایي چې د ملي یووالي حکومت د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب د جمهور غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ د یو تفاهم په نتیجه کې په افغانستان کې د ټاکنو نه د زیږیدلو جنجالونو د پای ته رسیدلو لپاره رامنځ ته شوی دی.

ښاغلي بشر وویل" زه شخصآ په دې اند یم چې د سیاسي او حقوقي نظره دا د افغانستان په ګټه نه ده تاسو پخپله پوهیږۍ چې په افغانستان کې امنیت نشته، فساد وروستۍ کچې ته رسیدلی دی او په ادارو کې کار نشته دی".

ښاغلی بشر وایي که چیرې دا کار دوام ومومي موجوده نظام ته او د افغانستان خلکو ته به زیان ورسوي او نړیواله ټولنه به هم ناهیلي شي.

د فساد په وړاندې د حکومت اقدامات

له بلې خوا یو شمیر کارپوهان په تیرو سلو ورځو کې د ملي یووالي د حکومت یو شمیر اقدامات په نیکۍ یادوي او د نوموني په توګه د کابل بانک د دوسیې بیا راڅپړل او محکمې ته د دغې دوسيي د تورنو استول یادوي او وایي چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو اقدامات د ستاینې وړ دي.

دا ډله کارپوهان په لندن کې د افغانستان په هکله د نړیوال کنفرانس جوړیدل، سعودي عربستان، پاکستان، چین، نیپال او اروپا ته د ملي یووالي د مشرانو سفرونه هم د افغانستان لپاره په ځانګړي ډول د سولې د هڅو په برخه کې د مهمو اقداماتو په توګه ګڼي.

د جمهور غني د ټاکنیز ټیم پخواني غړي صدیق پتمن امریکا غږ ته د ملي یووالي د حکومت د تیرو سلو ورځو د کارونو د ارزولو په ترڅ کې وویل چې دې حکومت په بهرني سیاست کې لاسته راوړنې لرلې خو په کورني سیاست کې بیا تر یوه حده پاتې راغلی دی.

صدیق پتمن وویل دا چې دوه متفاوت او د نظر مخالف ټیمونه سره یو ځای شول، نو دې کار ستونزې رامنځ ته کړې چې د کابينې ځنډ هم د نظر ددغو اختلافاتو نتجه ده.