افغانستان د ۱۹ کلنو اسیا کپ کرکټ سیالیو کې نیپال ته ماتې ورکړه 

افغانستان د ۱۹ کلنو اسیا کپ کرکت سیالیو کې نیپال ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د اسیا کپ په روانو سیالیو کې نن یکشنبه ډسمبر لسمه (لیندۍ۱۹) نیپال ته ماتې ورکړه او په دغو روانو سیالیو کې یې لومړی بری خپل کړ.

د یکشنبې د ورځې په لوبې کې افغان ځوانانو لومړی توپ وهنه وکړه او د توپ وهونکي جمشید ځدراڼ د ۱۰۶منډو په مټ یې نیپال ته د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه.

خو نیپال د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۰.۱ اورونو کې ۱۸۸ منډې وکړې او افغانستان دا لوبه د ۷۳ منډو په توپیر وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی هم جمشید ځدراڼ شو.

بل افغان لوبغاړي نعمان شاه هم ۶۰ منډې وکړې. په افغان توپ اچوونکو کې فریدون او نصیر د نیپال درې درې لوبغاړي اوټ کړل.

افغانستان د جمعې په ورځ خپله لومړۍ لوبه په هند باندې بایللې وه او درېیمه لوبه یې د سه شنبې په ورځ له پاکستان سره ده.

د ۱۹ کلنو لوبډلو د اسیا کپ سیالۍ دوې ورځې مخکې په متحدو عربو اماراتو کې پیل شوې. په دغو سیالیو کې په افغانستان سربېره، هند، متحده عرب امارات، پاکستان، بنګله دېش، سري لانکا، نیپال او جاپان هم لوبېږي. دا لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي.