د افغانستان سره د کرکټ په ټیسټ لوبه کې، د زمبابوې لوبډلې د جمعې په ورځ، دسمبر ۲۷ (مرغومي اوومه) په خپله لومړنۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۸۶ منډې وکړې.
د زمبابوې په بولاوایو ښار کې نن د روانې لوبې دوهمه ورځ ده. کوربه ټیم د پچې له ګټلو وروسته د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د زمبابوې درې توپ وهونکي وتوانېدل چې هر یو یې له سلو زیاتې منډې وکړي. ترټولو زیاتې ۱۵۴ منډې شان ویلیمز وکړې او د نوید ځدران په توپ وسوځېد.
د نوید ځدران ترڅنګ نورو افغان توپ اچوونکو ظاهر خان او ضیاالرحمن د مخالف لوري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان ورو توپ اچوونکي الله محمد غضنفر د زمبابوې درې او تیز توپ اچوونکی عظمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان لوبډله چې د دوه اړخیزو لوبو لپاره زمبابوې ته تللې، په روانه میاشت کې له کوربه لوبډلې څخه د ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو لوبه لړۍ وګټلې.