د امریکا له لوري د افغانستان هوايي قواوو ته د بلک هاک جنګي الوتکو دوهمه جوپه هم نن وسپارل شوه.
د افغانستان د هوايي قواوو قومندان جنرال محمد شعیب پيلوټ وايې چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه به تر ۲۰ زیاتي بلک هاک الوتکې افغانستان ته وسپارل شي.
د کندهار په هوايي ډګر کې د دغو الوتکو د رسمي سپارلو پر مهال د افغانستان د هوايي قواوو قومندان تورنجنرال محمد شعیب پيلوټ خبریالانو ته وويل چې د بلک هاک الوتکو تر لاسه کیدل د افغانستان د هوايي ځواک د غښتلیتا په لاره کې مهم ګام دی.
دم ګړی له یادو الوتکو څخه په تعلیمي برخه کې کار اخیستل کیږي.
Your browser doesn’t support HTML5
بلک هاک الوتکې
په افغانستان کې د امریکاي قواوو د هوايي ځواک جنرال ایچ ې اوکېر وويل چې دوی افغان لوري ته د الوتکو د ورکړې تر څنګ د افغان پيلوټانو د روزنې بهیر هم دوامداره ساتلی.
د کندهار د هوايي لوا مقامات وايي چې د بلک هاک الوتکو لپاره افغان پيلوټان د ناټو سازمان د تعلیماتو پر معیار برابر روزل کیږي او کولای شي چې په هر ډول ستونزمونو حالاتو کې پېچلي ماموریتونه تر سره کړي.