د طالبانو مشر هلمند ته راغلی و؟

جنرال رازق وايي له ملا هبت الله سره د پاکستان د استخباراتو ځیني ماموران هم وو

د کندهار د امنیې قوماندان عبدالرازق ادعا کوي چې د طالبانو مشر مولوي هیبت الله د آی اس آی په مرسته له پاکستان څخه هلمند ته راغلی و.

جنرال رازق وايي ملا هبت الله د هلمند په موسی کلا کې خپلو وسله والو ته د هوايي عملیاتو په مقابل کي د جنګي تکتیکونو د بدلیدو سپارښتنه کړې ده.

د هغه په خبره ملا هیبت الله وسله والو طالبانو ته ویلي چې د طالبانو او داعش ډلې هدف یو دی او باید له دې وروسته له دغې ډلې سره مخالفت ونکړي.

هغه دا ادعا هم وکړه چې له ملا هبت الله سره د پاکستان د استخباراتو د ځینو په مامورانو په ګډون د طالبانو د استخباراتو مشر ملا شیرین، د هغوې د مالي کمېسیون مشر ملا ګل اغا، د نظامي کمېسیون مشر یې صدر ابراهیم او د اکمالاتو مسوول یې نعیم بړېڅی هم ملګري وو.

د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق اشنا رادیو ته وویل چي د طالبانو مشر مولوي هیبت الله ۱۱ ورځي مخکي د پاکستان د بلوچستان د ګریجنګل او د هلمند د بهرامچې دلاري موسی کلا ولسوالۍ ته تللی وو.

نوموړي وویل ملا هبت الله په هلمند کې د خپلي ډلي د نږدې ۱۵ ولایتونو د نظامي مسوولینو او وسله والو سره لیدلي.

د کندهار د امنیې قومندان وايي ملا هیبت الله او ملګري يي په موسي کلا کي دوه ورځې تېرې کړې او بیرته د بهرامچي د لارې پاکستان ته انتقال کړل شول.

وسله والو طالبانو او د هلمند ځايي چارواکو د جنرال عبدالرازق ددې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. ملا هبت الله د ۲۰۱۶ کال د مۍ په میاشت کې د طالبانو د مخکني مشر ملا منصور له وژل کېدو ورسته د دغې ډلې مشر شو.