طالبانو په کندهار کې شاوخوا ۲۶ افغان سرتېري وژلي دي

افغان حکومت وايي وسله والو طالبانو د کندهار د خاکریز په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یو مرکز برید کړی او لسګونه "ترهګر " پکې وژل شويدي.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ترهګرو د کرزیالي په پوځي کمپ برید کړی چې په نتیجه کې یې " ۲۶ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل" شوي دي.

اعلامیه وايي په دغه جنګ کې" ۸۰ ترهګر هم وژل شوي او ژوبل شوي" دي.

د خاکریز ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې وسله والو د شپې له ۱۰ بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې جنګ وکړ.

منبع زیاتوي چې د ملي پوځ تر هدف لاندي راغلی مرکز د ولسوالۍ له مرکز څخه ۱۲ کیلو مېتره فاصله لري. ده وويل چې له یاد مرکز څخه ۱۰ سرتیري ژوندي پاتې شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند محمد صادق عیسی هم پېښه تاید کړې خو د تلفاتو په اړه یې ناخبري ښيي. وسله والو طبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

دا په کندهار کې د افغان پوځ په مرکزونو د پل ډول درېیم برید بلل کیږي. تر دې مخکې وسله والو طالبانو د شاه ولي کوټ د پوځ په دوو مرکزونو هم بریدونه کړي وو. چې شاوخوا ۳۰ افغان سرتېري یې وژلی وو.