د پوهنې وزارت نوې پرېکړه؛ له لومړي تر دریم ټولګي لوست جوماتونو ته انتقالیږي

د افغانستان د پوهنې وزارت د نوې پرېکړې له مخې له لومړي ټولګي څخه بیا تر دریم ټولګي پورې زده کوونکي به تر دې وروسته خپل تعلیمات د خپلې سیمې په جوماتونو کې تر سره کوي.

یاد وزارت په دې اړه اعلامیه کې ویلي چې له دغه کار څخه یې هدف د ښوونې او روزنې په سیسټم کې د اسلام مرکزي ځای یا رول لرل دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت همدارنګه ویلي چې مخکې عمومي تعلیماتو د ټولو لومړنیو او ثانوي تعلیماتو پر وړاندې مسئولیت درلود، خو اسلامي تعلیماتو یواځې د دارالحفاظونو او مدرسو د مدیریت پر وړاندې مسئولیت درلود چې دغه ویش یا جلا والي، د اسلام موقف په څنډه کې راوستی وه.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: "د پوهنې وزارت جوماتونه په خپل تعلیمي ایکو سیسټم کې شامل کړي چې د هغو پر بنسټ د ۱-۳ ټولګیو ټول زده کوونکي به خپل تعلیمات په خپلو محلي جوماتونو کې کوي. د زده کړې په دریو لومړنیو کلنو کې، جومات ته تګ به یو پیاوړی اسلامي هویت روښانه او څرګند شي."

د پوهنې وزارت وايي، دغه مهم او لوی بدلون یو عاقلانه پروګرام ته اړتیا لري ترڅو دغه بدلون په تدریجي ډول ګام په ګام تطبیق شي.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې دغه نوې پرېکړه به کله عملي شي، د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.