افغانستان ته د پاکستان صادرات نیم په نیم کم شوي- خانجان الکوزی

پاکستاني سوداګر وايي کله چې د طورخم دروازه تړلې وه، د ورځې درې میلیونه روپۍ یې تاوان کاوه

د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستیال خانجان الکوزی وايي چې له پاکستان سره افغان تجارت او سوداګري نیم په نیمه کمه شوې ده.

ښاغلي الکوزي وویل چې د کابل-اسلام اباد خرابو اړیکو له پاکستان سره تجارت زیانمن کړی دی.

تر سیاسي جنجالونو مخکې به د "افغانستان او پاکستان ترمنځ کال شاوخوا درې میلیارده ډالره تجارت و، خو اوس شاوخوا یو نیم میلیارده ډالرو ته راکم شوی دی".

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۲۷ فیصده کم شوي دي. افغانستان له پاکستان څخه تر ډېره خوراکي توکي او ځیني نور اړین مواد واردوي.

افغانستان پر پاکستان او پاکستان پر افغانستان تورونه لګوي چې د یو بل ضد وسله والو ننګه کوي او د یو بل په خاورې کې نامنو ته لمن وهي. د دغو اختلافاتو په لړ کې، پاکستان څو وارې له افغانستان سره د چمن-سپین لوبدلدګ او طورخم دروازې وتړلې.

یو پاکستاني سوداګر، حاجي دارو خان، د امریکا غږ ډیوې ته ویلي کله چې پاکستان د طورخم دروازه تړلې وه د پولې بل لور ته سوداګرو به د ورځې شاوخوا "درې میلیونه روپۍ تاوان کاوه". ده وویل له افغانستان سره په سوداګرۍ کې تر ډېره پښتانه تجاران دخیل دي او د کابل- اسلام اباد خرابې اړیکې بیا هم پښتانه زیانمنوي.

افغانستان له پاکستان سره دغو څپڅپانده اړیکو ته په کتو هڅه کوي چې منځنۍ اسیا، هند او نورو هېوادونو ته تجارتې لارې وغزوي.

له هند سره د سوداګرۍ پراختیا

په یو تازه اقدام کې ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلیز پرانیست او تجارتي راکړه ورکړه یي پیل کړه.

ښاغلي غني افغان سوداګرو ته وویل چې ځانونه دې له هند سره د میلیونونو ډالرو تجارت ته چمتو کړي. اوس به د هوا له لارې افغان صادرات هند او شاید له هغه ځای نه د نړۍ نورو بازارونو ته ولېږدول شي.

ویل کیږي چې ولسمشر غني د پاکستان له لورې تيرکال د چمن – سپین بولدک دروازي له تړل کېدو ورسته له هند سره د هوايي ترانزیت په پیلولو کار پیل کړ. باور دا دی چې په دې کار سره به پاکستان نور هم زیان وویني ځکه چې د افغان سوداګرو مخه هند ته کیږي او افغانستان ته به د پاکستان صادرات نور هم شي.