د پنېرو کاروبار د مخدره موادو ښه بدیل دی

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د مالدارۍ لرل او له لبنیاتو یې ګټه اخیستل پدغه ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د کر او کاروبار د مخنیوي لامل شوي دي.

دښېوې اوسېدونکي وایي چې دوی د ښې مالدراۍ له امله د پنېرو کاروبار کوي او اوس مخدره موادو ته لاسرسی نه لري.

دوی وایي نغواړي پر خپلو ځمکو کوکنار وکري .

د ښېوې اوسېدونکي وایي چې دوی د پنېرو د ښو تولیدواتو له امله خپل اقتصادي ژوند ښه کړی او د پنېر خرڅولو بازار ورځ تر بلې ښه کېږي.

دوی وایي د پنېرخرڅولو بازار تر پخوا ډېر ښه شوی او دوی غواړي همدې کاروبار ته پراختیا ورکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د پنېرو کاروبار د مخدره موادو ښه بدیل دی

د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي که دولت دوی ته د مالدارۍ په برخه کې نورې آسانتیاوې هم برابرې کړي کولی شي د دې ولسوالۍ پاتې خلک هم له مخدره موادو څخه منع کړي .

دښېوې خلک اکثره د مالدارۍ کسب پرمخ وړي او د لبنیاتو له پروسس کولو دخپل ژوند اړتیاوې بشپړوي.