د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مخدره موادو پر ضد فرهنګي مبارزه پیل کړې ده.
د یاد ریاست د اطلاعاتو آمریت په هلو ځلو د مخدره موادو پر وړاندې د عامه پوهاوي ترسره کولو په موخه شعارونه او پیغامونه لیکل کېږي .
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو مشر شېرشاه همدرد وایي چې دوی د ښار پر بېلابېلو مهمو دیوالونو د مخدره موادو د زیانونو په اړه شعارونه لیکلي او په لیکلي توګه یې خپل پیغام تر خلکو رسولی دی.
هغه وایي دوی غواړي د مخدره موادو د زیانونو په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کړي چې همدا د شعارلیکنې او پیغام رسولو لاره یې تر هغو نورو ګټوره ده.
ده وویل چې د باختر آژانس د خپرونو له لارې هم غواړي د مخدره موادو پرضد خپله مبارزه پرمخ یوسي.
Your browser doesn’t support HTML5
د همدرد پر وینا دوی دښار پر ټولو هغو مهمو سیمو کې پر دیوالونو خپل پیغامونه لیکي چې عامه ګڼه ګوڼه لري او یا دولتي تأسیسات دي.
دی وایي کوښښ کوي چې په ښوونیزو مرکزونو کې دا ډول پیغامونه ډېر خپور کړي او له دې لارې د مخدره موادو پر وړاندې د خلکو ذهنیتونه خلاص کړي.