ارګ په کندز کې د ملکي مرګ-ژوبلې پلټنه کوي

ارګ وايي په دشت ارچې کې طالبان راټول شوي وو چې بریدونو ته تابیا ونیسي

ارګ وايي "طالبانو د خونړي پلان د طرحه کولو لپاره د هېواد له دننه او بهر څخه خپل افراد د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ ته دعوت کړي و" چې هلته بریدونو ته تابیا ونیسي.

د ارګ اعلامیه وايي چې افغان ځواکونو د طالبانو د دغه پلان په اړه دقیق اطلاعات لرل او "هڅه وکړه چې د هغوی پلان شنډ او خلک له لوی فاجعې څخه وژغوري، خو داسې راپورونه دي چې متاسفانه په دغه برید کې ملکي وګړو ته هم زیان اوښتی دی. "

څرګنده نده چې پدغه پیښه کې څومره ملکیان وژل او ژوبل شوي دي. ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت د شورا د غړي خدایداد هزاره په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی چې په برید کې د ملکي تلفاتو په اړه پلټنې وکړي.

ولسمشر غني د ملکي تلفاتو په اړه خواشینې ښودلې ده.

په همدې حال کې یوناما ویلي دي چې سیمې ته د بشري حقونو ډلې تللي دي چې د پېښې په اړه حقایق او معلومات راټول کړي.

افغان ځواکونو د دوشنبې په ورځ (اپریل۲) د کندز د درشت ارچې په ولسوالۍ کې د "طالبانو په یوې غونډې برید" کړی دی چې، د چارواکو په خبره یو شمېر لوړ "پوړي طالب مشران" په کې وژل شوي دي.

خو په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې خپرې شوې ویدیوګانې ښيي چې په برید کې ملکیان هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.