ښاریان: کندز کې مخدره مواد آزادانه خرڅیږي

معتادین وایې چې مخدره مواد د کندز ښار په بیلابیلو سیمو کې خرڅیږي.

د کندز اوسیدونکي شکایت کوي چې د کندز په ښار کې مخدره مواد په اسانۍ پیدا کیدای شي.

په کندز کې په مخدره موادو معتاد کسان وايې چې د ښار په مختلفو ساحو کې مخدره مواد او الکولي مشروبات خرڅیږي.

عام خلک ادعا کوي چې د مخدره موادو د ارزانۍ له امله او په آسانه دغو مواد ته د خلکو لاسرسی، په ځوانانو کې اعتیاد زیات کړی دی.

د مخدره موادوپر وړاندې د مبارزې د ولایتي کمیسون غړی، عبدالغفور هوتک وايې چې په ښار کې د مخدره موادو د خرڅولو د مخنیوي لپاره ذیربطې ادارې کار کوي.

هوتک وویل: "د مخدره موادو د خرڅولو د ځایونو په پیدا کولو کې له موږ سره خلک مرسته کوي. خلک وايې، چې د پوډر او نشه يي توکو له پلورونکو څخه پولیس او د نورو امنیتي ارګانونو منسوبین حق اخلي، نو په همدې خاطر په ځینو ځایونو کې مخدره مواد آزادنه خرڅیږي."

هوتک وایې چې کمیسیون یې په ښار کې د مخدره موادو د خرڅولو د مخنیوي کار د امنیتي، عدلي او قضايي ارګانونو له مسؤلینو سره په هماهنګۍ کې پیل کړی دی.

معتادین هم تائیدوي چې مخدره مواد د کندز ښار په بیلابیلو سیمو کې په آزادانه ډول خرڅیږي. دوي وايې چې پولیس د مخدره موادو له خرڅوونکو څخه ملاتړ کوي.

یو متعاد چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وایې: "د ښار په مختلفو ځایونو کې هیروین خرڅیږي. پولیس که خلاف کار ونیسي پنځه قدمه وړاندې ځي او هغه خوشې کوي."

د کندز د امنیې قوماندان مرستیال محمد حنیف ناصري د خلکو دغه ادعا ردوي چې ګواکي پولیس د مخدره موادو له خرڅوونکو سره همکاري کوي.

"که موږ مستند راپور ترلاسه کړو او په دې پوه شو چې پولیس د مخدره موادو له خرڅوونکو او قاچاق کوونکو سره لاس ولري په هر مقام کې چې وي موږ به هغوي عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارو."

په کندز کې د معتادینو د ۵۰ بسترېز روغتون د ډاکټرانو په وینا تیرکال دغه رغتون کې د ۴۰۰ معتادینو درملنه شوې ده.