د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني هغه راپورونه بې اساسه وبلل چې گني ده له افغانستان نه ایران ته د ځینو کتابونو په لیږلو بندیز لگولی دی.
وزارت ته له رسېدو وروسته ښاغلي جهاني په خپلې لومړنۍ مرکې کې د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دی د دغو کتابونو په اړه هېڅ معلومات نلري او نه یې د کوم کتاب په لېږلو رالېږلو بندیز لګولی دی.
په همدې حال کې اجرایي ریس عبدالله عبدالله ویلي چې دی به د اطلاعاتو او کلتور د وزیر وپوښتي چې ولې یې د ځینو رسنیو مسولین د مطبوعاتي تحقیقاتو کمیسیون ته ورغوښتي دي.
خو، ښاغلی جهاني وايي ده د ځینو رسنیو مسولین وربللي وو چې ورسره خبرې وکړي چې ولې یې هغه مکتوبونه او پرېکړې، ده ته منسوب کړي چې نه د ده امضا پرې شته او نه د ده پر مهال شوي دي.
په دې اړه ښاغلي جهاني سره د امریکا غږ د خبریال مطیع الله عابد پوره مرکه دلته واورﺉ:
Your browser doesn’t support HTML5