د هند او چین د کړکېچ په اړه د افغانستان اندېښنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او چین ترمنځ د وروستي رامنځته شوي سرحدي کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې او د خبرو له لارې د یادې مسئلې د هواري غوښتنه کړې ده.

د جون پر ۱۵مه د همالیا په سرحدي سیمه کې د هند او چین د سرحدي سرتیرو ترمنځ رامنځته شوې نښتې له امله د هندي چارواکو په وینا دواړو لورو ته تلفات اوښتي.

نوي ډیلی او بیجینګ دواړه په دغه پېښه کې یو او بل په ناغېړي تورنوي.

د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د یادې پېښې تر رامنځته کېدو وروسته دواړو هیوادونو پخپلو پولو کې زرګونه سرتیري ځای پر ځای کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره روځ‌ ناوخته جون ۲۰ (غبرګولې ۳۱) په یوې اعلامیې کې د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوي نښتې ته په اشاره ویل شوي: "د دې پېښې پایلې د سیمې او نړۍ په ګټه نه دي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې هند او چین دواړه په سیمه کې د دوو پياوړ هیوادونو په توګه دا ستونزه د تفاهم او ښه ګاونډیتوب له مخې حل کړي.

هند او چین خپلو کې ۳۵۰۰ کلیومتره ګډه پوله لري، د هند اردو ویلي چې د وضعیت سمېدو په هدف د داوړو لورو ترمنځ په سرحدي سیمه کې مذاکرات پيل شوي دي.

تر اوسه د دغو مذاکرات نتایج نه دي روښانه شوي.

هند او چین د افغانستان ستراتیژیک ملګري دي او په دغه هیواد کې د بیارغونې په برخه کې ګڼې پروژې پلې کړي دي.