افغانستان تر ۹۵٪ پورې درمل له بهر واردوي

افغانستان هر کال شپږ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت درمل به بهر څخه واردوي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د درملو د تولید ۴۲ فابریکې فعالې دي، خو اوس هم دا هیواد د ۹۰ او ۹۵ فیصدو پورې د خپلې اړتیا وړ درمل له بهرنیو هیواد ونو څخه واردوي.

نن د افغانستان عامې روغتیا وزارت د درمنلو د تولید نړیواله اونۍ په کابل کې په یوه غونډه کې په هیواد کې دننه د درملو د تولید د زیاتیدو په موخه ولمانځله.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل ، چې په افغانستان کې د درملو د تولید ۵۶ شرکتونه موجود دي، چې ۴۲ شرکتونه فعاله دي او درمل تولیدوي.

ښاغلي مایار وویل ، چې اوس د افغانستان د اړتیا وړ ۵ یا ۷ فیصده درمل په کورنیو فابریکو کې تولیديږي.

ښاغلي مایار وویل" اوس ۴۲ شرکته یې فعالیت لري، چې ۱۵ قلمه دوا تولیدوي او د مارکیټ ۵ تر ۷ فیصده ضرورت مرفوع کوي".

ښاغلي مایار وویل، چې د افغانستان د درملو مارکیټ ارزښت دا مهال ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.

هغه وویل، چې په افغانستان کې د درملو سکتور د ودې لپاره د "هوخست" په نوم یو پخوانی مشهوره شرکت له سره خپل فعالیت پیلوي.

ښاغلي مایار وویل" پخوا ډیر مشهوره د افغانستان ډیر مشهوره شرکت وه چې هوخست په نامه وه او جرمنیانو سره یې مشارکت وه او اوس د بي ار اس شرکت سره قرارداد شوی دی، چې دوې خپل فعالیت له سره پیل کړي، دا یوه مشهوره کمپنۍ وه، چې حتی بهر ته یې هم دوا صادروله".

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه وايي، چې د افغانستان د سیروم جوړونې فابریکه، چې په کورنیو جګړو کې له منځه تللې وه، ساختماني کارونه یې پیل شوي او په ظرف د یو کال کې به فعالیت پیل کړي، چې د افغانستان یو پر دریمه برخه د اړتیا وړ سیروم او نور مایعات به پکې تولید شي.

افغانستان دا مهال خپله د اړتیا وړ دوا له پاکستان، ایران، بنګله دیش او یو شمیر اروپایي هیوادونو څخه واردوي.