افغانستان د کرکټ اسیا ایمرجینګ کپ سیالیو کې له هند سره مخامخ کیږي

د افغانستان ابدالیانو لوبډله

د کرکټ د اسیا ایمرجینګ کپ په سیالیو کې د هند الف لوبډلې چهارشنبې اکتوبر ۲۳ (لړم ۲) کوربه عمان ته د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د افغانستان الف (ابدالیانو) لوبډلې سره نیمه پایلوبې ته ورسېده.

افغانستان له وړاندې ددې کپ نیمه پایلوبو ته لاره کړې ده.

د افغانستان ابدالیانو او هند الف ترمنځ نیمه پایلوبه د جمعې په ورځ (اکتوبر ۲۵) کیږي. په همدې ورځ بله نیمه پایلوبه د پاکستان الف او سري لانکا الف لوبډلو ترمنځ ده.

پاکستان الف د چهارشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته د ۱۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبو ته ووت.

په دې سیالیو کې د افغانستان ابدالیانو سره په لومړي ګروپ کې د سري لانکا برسېره د بنګله دیش الف او هانګ کانګ لوبډلې وې، چې وروستۍ دواړه لوبډلې له وړاندې تګ څخه پاتې شوې.

په دوهم ګروپ کې د هند او پاکستان الف لوبډلو نیمه پایلوبو ته لاره وکړه او د اماراتو او عمان لوبډلې له مخکې تګ څخه پاتې شوې.

ددې جام پایلوبه د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۷) کیږي.