په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي چې ددغه سفارت شارژدافیر په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر(UNHCR) د مشرې سره په کتنه کې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د افغان اتباعو د نیول کېدو او ځورونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۵ (مرغومې ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر د مشرې فیلیپا سره په دغه کتنه کې په پاکستان کې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولواو ځورولو د بندیدو په برخه کې د ملګرو ملتونو له خوا د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
دغه سفارت ویلی: "لیدنه کې افغان سفیر ... ټینګار وکړ چې د POR ،ACC او شارپ ټوکن لرونکو له حقونو څخه دفاع او د هغوی لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې باید یواین ایچ سي ار لازم اقدامات وکړي. نوموړي همداراز وویل چې پولیس د افغان کډوالو کورونه تالاشي کوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون حتی هغه افغان اتباع چې ویزې او قانوني اسناد لري نیسي او په ځینو مواردو کې ورڅخه د رشوت او ډیرو پیسو غوښتنه هم کیږي."
همداشان په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې ډیر افغانان چې له لسیزو راهیسي پینډۍ کې اوسي د پولیسو له ویري یې خپل کاروبار او دکانونه له څو اونیو راهیسي تړلي: "پر دې سربېره د پولیسو له لوري افغانو ته ویل کیږي چې د جنورۍ له ۱۵ نیټې وروسته هیڅ یو افغان چې اسناد ولري یا نه له اسلام آباد او پینډۍ نه به وځي چې د افغان اتباعو دپاره یې لوی تشویش ایجاد کړی."
ددغې خبرپاڼې له مخې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشرې فیلیپا کینډلرهم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د امنیتي ادارو وروستیو اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویلي دي چې د ځوروني ورته شکایات دغې کمیشنرۍ ته هم رسیدلي او رسیږي.
په دې خبرپاڼه کې د میرمن فیلیپا له قوله ویل شوي: "موږ په دې اړه د پاکستان حکومت، خصوصاً د سِفران، خارجه او داخله وزارتونو چارواکو سره څو غونډې کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې له افغان کډوالو سره دا ډول چلند پای ومومي".
نوموړې زیاته کړه چې راتلونکو ورځو کې به هم پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ دفتر ددغې کتنې په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.
په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هیواد څخه د ایستلو بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې پولیس د افغان کډوالو د اوسیدو ځایونو ته ورځي، هغوی نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته شړي.
دغه افغان کډوال وايي چې د پولیسو له خوا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي پاکستان حکومت دسردا احمد شکیب دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.
ددې دمخه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د جنورۍ شپږم (مرغومې ۱۷) ویلي وو چې په دغه ښار کې نږدې ۸۰۰ افغانان په خپلسر ډول د پولیسو له خوا نیول شوي او په جبري ډول خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.
دغه سفارت ویلي چې د پاکستاني پولیسو دا اقدام د ښځو او ماشومانو په ګډون د کورنیو ترمنځ د جداوالي سبب شوی او اوسمهال د دغسې کورنیو ډیر غړي په سرګردانۍ او خفګان ګې ژوند کوي.
پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو دا نوې لړۍ وروسته له هغه پیل کړې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې د نوي ۲۰۲۵ کال له پیل څخه وروسته به یوازې هغو افغان کډوالو ته په اسلام اباد کې د اوسیدلو اجازه ورکړل شي چې ددغه ښار د پولیسو څخه د اوسیدانې اجازه لیک ولري.
هغه ویلي وو: "د ډسمبر تر ۳۱ (مرغومي ۱۱) وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه وي. که څوک اوسېدل غواړي نو هغه به د ډپټي کميشنر له دفتر څخه اجازتنامه اخلي. د دې تفصيلات به تاسو ته وروسته د پوليسو مشر او کميشنر درکړي. موږ به دوی له هرې لارې خبروو خو دا پرېکړه شوې ده چې د ډسمبر تر ۳۱ نېټې وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد د اوسېدو اجازه نه وي."
د پاکستان د حکومت دا پریکړه د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له خوا غندل شوې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان د حکومي چارواکو غوښتي چې په خپل سر د افغان کډوالو د نیولو او د هغوی ځورولو لړۍ دې بنده کړي.
د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال بابو رام پنت د جنورۍ اتم (مرغومې ۱۹) په یوه اعلامیه کې د افغان کډوالو د نیولو او په جبري ډول د هغوي د ایستلو لپاره د پاکستاني پولیسو پر اقداماتو باندې انتقاد کړی دی.
هغه ویلي چې پاکستاني پولیس د شپې پر مهال د افغانانو د اوسیدانې ځایونو باندې بریدونه کوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو افغان کډوال یې نیولي او بندیان کړي دي.
همداشان افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ هم له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو بهیر دې بند کړي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.
په دې شمیر کې له۶۰۰ زرو څخه زیات هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو څخه وروسته دغه هیواد ته ګډه شوي دي
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د بشري حقونواو مدني ټولنې د فعالانو، ښځو حقونو فعالانو، خبریالانو، همجنسګریانو، د پخواني رژیم ملکي او پوځي کارکوونکو چې د امریکايي او یو شمیر نورو هیوادونو د پوځیانو سره یې په افغانستان کې کار کړی وو په ګډون په سلګونو زره افغانان د طالبانو د غچ اخیستنې او ځورونې د اندیښنو له امله پاکستان ته کډه شوي دي.
د پاکستان د حکومت ددې اقدام دمخه ددغه هیواد لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له خپل هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو پریکړه کړې وه، چې په ترڅ کې یې د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې تراوسه نږدې ۸۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.