افغانستان د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړی شو

U.N. Human Rights Council

افغانستان د ملگرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د یوې سختې مقابلې نه وروسته د بشري حقونو د شورا غړیتوب وگاټه. افغانستان د دریو کلونو لپاره دغه غړیتوب ترلاسه کړ.

د افغانستان برسیره ١٥ ملکونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب تر لاسه کړ. په نوو منتخب شوو ملکونو کې انگولا، اسټریلیا، چلي، کانگو، میکسیکو، نائجیریا، پاکستان، پیرو، قطر، سینیگال، سلواکیه، هسپانیه او یوکرین شامل دي.

نوي انتخاب شوي ملکونه به د ٢٠١٨ کال د لومړۍ نیټې نه خپله دوره شروع کوي.

د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ٢٠٠٦ کال کې د بشري حقونو د شورا اساس کیښود، چې ۴٧ غړي لري.

د بشري حقونو د شورا په مسولیتونو کې په نړۍ کې د بشري حقونو خوندیتوب او د بشري حقونو د وضع د بهترولو لپاره اقدامات شامل دي. د دې برسیره دغه شورا د نړۍ په مختلفو ملکونو کې د بشري حقونو نه د سرغړونو په وخت کې مشورې هم ورکوي.