جګړو د ۲۰۱۹ کال لومړۍ اونۍ کې ۶۰۰۰ افغانان بې ځایه کړي

ملګري ملتونه وايي جګړو زرګونه کسان افغانستان کې بې ځایه کړي دي

ملګري ملتونه وايي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو او پوځي عملیاتونو سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته په تېښتې مجبورې کړې دي.

۴۰۰ کورنۍ د فاریاب له شیرین تګاب ولسوالۍ څخه د میمنې ښار ته تښتېدلي دي. همدغه راز د لغمان د الینګار او علیشنګ له ولسوالیو هم ۲۲۲ کورنیو خپل کورونه پرېښي او مرکز مهترلام ته تللي دي.

د زابل د کاکړ ولسوالۍ او غزني د جنده ولسوالۍ څخه هم شاوخوا ۹۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. د راپور په اساس د هرات، فراه، بادغیس او هلمند څخه هم ۹۰ کورنۍ د زرنج ښار ته تښتېدلي دي.

راپور وايي په دغو سیمو کې یا د افغان حکومت د مخالفانو پر ضد پوځي عملیات روان دي او یا هم جګړه په کې روانه ده. همدغه راز د ناقانونه وسله والو د ګواښونو له کبله هم ځینو کسانو خپلې سیمې پرېښي او نورو ځایونوته تللي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وايي په تېرې یوې اونۍ کې په ټول افغانستان کې د جګړو له کبله (۶۰۱۵) افغانان بې ځایه شوي دي. دغه اداره وايي تېرکال په دغه هېواد د جګړو له کبله (۳۴۹۷۹۴) کسان بې ځایه شوي وو.

دغه سازمان وايي د ۲۰۱۷ کال په پرتله داخلي بې ځایه شويو کورنیو په شمېر کې ۳۶سلنه کم شوی دی. وايي په ۲۰۱۷ (۵۱۰۴۷۹) افغانان بېځایه شوي وو.