د افغانستان د صرافانو د ټولنې مسؤلین وايي، ټاکل شوې د کاري اعتصاب په پای ته رسېدو سره سبا دوشنبه د صرافیو مارکېټونه خلاص شي.
د افغانستان د صرافانو ټولنې مطبوعاتي مسؤل حاجي مجید احمدزاده نن یکشنبه فبروري ۲۱ ( کب دریمه) امریکا غږ ته وویل چې د یادې ستونزې د هواري په هدف ټاکل شوې ولسمشر غني نن یکشنبه د افغانستان د صرافانو ټولنې له مرکزي او ولایتي استازو سره وګوري.
هغه وویل: "ولسمشر غني د صرافانو څو تنه استازي غوښتي دي، امکان لري چې ستونزو ته رسیدګي وشي، زموږ مارکېټونه به احتمالاً سبا خلاص شي."
د افغانستان صرافانو ټولنې د تیرې سلواغې میاشتې پر ۱۸مه په کابل او نورو ولایتونو کې د افغانستان بانک د پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض په ډول د صرافیو لوی او واړه مارکېټونه وتړل.
صرافانو وروسته تر هغه اعتراض پيل کړ چې د افغانستان بانک وویل چې ټولې صرافۍ د انفرادي جواز پر ځای باید شرکتي جواز تر لاسه کړي.
خو د افغانستان د صرافانو ټولنه بیا ټینګار کوي چې د صرافیو شرکتي جوازونه باید اختیاري وي.
یادې ټولنې همدارنګه زیاته کړې چې مخکې د صرافیو او پولي خدماتو انفرادي جوازونه د درې کلونو لپاره تمدېدل، خو اوس وايي چې د افغانستان بانک دغه پروسه لغوه کړې چې په وینا یې دوی ته یې ستونزې پیدا کړي دي.
خو د افغانستان بانک بیا نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاده پرېکړه د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د قوانینو د پلې کولو او له نړیوالو شریکانو سره دکړې ژمنې په اساس شوې ده.
یاد بانک زیاتوي چې د صرافانو اعتراض تخنیکي بحث نه لري او د شرکتي جواز د اخیستلو په پروسه کې ټولې ستونزې حل شوي دي.