افغانستان کې صرافانو د اعتراض په ډول کار بندیز اعلان کړی

خو د افغانستان د صرافانو ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د صرافیو شرکتي جوازونه باید اختیاري وي.

د افغانستان صرافانو ټولنې په کابل او نورو ولایتونو کې د افغانستان بانک د پرېکړې په په غبرګون کې د عتراض په ډول د صرافیو لوی او واړه مارکېټونه تړلې دي.

د صرافانو ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د پولي خدماتو یاد مارکېټونه به سر له نن شنبې (سلواغې ۱۸ مې) بیا د افغانستان بانک لخوا د دوی په وینا د ستونزې تر هواري پورې بند وي.

د افغانستان بانک په یوه تازه اقدام کې ویلي چې ټول صرافۍ باید د انفرادي جواز پر ځای باید شرکتي جواز تر لاسه کړي.

خو د افغانستان د صرافانو ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د صرافیو شرکتي جوازونه باید اختیاري وي.

یادې ټولنې همدارنګه زیاته کړې چې مخکې د صرافیو او پولي خدماتو انفرادي جوازونه د درې کلونو لپاره تمدېدل، خو اوس وايي چې د افغانستان بانک دغه پروسه لغوه کړې چې په وینا یې دوی ته ستونزې پیدا کړي دي.

د افغانستان د صرافانو ټولنې په اعلامیه کې راغلي:"د افغانستان بانک باید د صرافیو انفرادي جوازونه تمدید او توزیع کړي،په مرکز او ولایتونو کې د لاس پلرونکو صرافانو فعالیت دي د صرافانو د مقررې سره تنظیم او اجرا شي، په ولایتونو کې دي د صرافیو د نمایندګیو جوازونه دي تمدید شي."

خو د افغانستان بانک بیا د صرافانو اعتراض ته په غبرګون کې ویلي چې له انفرادي څخه شرکتي جواز ته پرېکړه له نړیوالو شریکانو سره په شریکه شوې ده.

د افغانستان بانک د نشراتي څانګې لوی مسؤل حسیب الله نوري نن شنبه فبرورۍ شپږمه( سلواغې ۱۸) ویلي چې یاده پروسه کولای شي د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو پر وړاندې اغېزمنه تمامه شي.

نوموړي زیاته کړې: "له انفرادي څخه شرکتي جواز ته د صرافیو او پولې خدمتونو وړاندې کوونکو د جواز اړول د انفرادي جواز په شان اسانه دي."

د افغانستان بانک ویلي چې د شرکتي جواز د تر لاسه کولو په بهیر کې نسبت انفرادي جواز ته ګڼې اسانتیاوي رامنځته کړي دي.

یاد بانک ویلي چې د شرکتي جواز په ترلاسه کولو سره یوازی ثابته مالیه ورکول کیږي، د کلني بیلانس وړاندې کولو ته اړتیا نشته، یاد جواز اوس څو نفري د نظارت پلاوي ته اړتیا نلري او په وینا یې یوازی د جواز مالک کولی شی د نظارت پلاوي و اووسي.

د افغانستان بانک ویایلي چې شرکتي جواز د اعتبار د ختمیدو نېټې پرته ورکول کیږي او زیاتوي چې صرافان د یاد جواز په تر لاسه کولو سره کولای شي د هیواد په ګوټ کې نمایندګي خلاصه کړي.