د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پرته ناشونې ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.
ښاغلي وانګ يي دا څرګندونې نن پنجشنبه د ( جنورۍ ۱۰) په بیجنګ کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې کړې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې په دوه ورځیني سفر بیجنګ ته تللی دی، د خپل سفر په ترڅ کې یې د چین د بهرنیو چارو وزیر او نورو جګپوړو چارواکو سره د افغانستان - چین ترمنځ امنیتي همکاریو، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر او د دواړو هیوادونو تر منځ پر ستراتیژیکو همکاریو خبرې کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي چې له افغانستان سره تل پاتې سولې او ثبات په برخه کې خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي"پرته له دې چې افغان حکومت او طالبان سره مخامخ خبرې وکړي سوله او ثبات ناشونې ده ،د سیمې هیوادونه باید په ریښتینې توګه سره همکاري وکړي ".
دوه ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هند ته هم تللی وو او د هغه هیواد له چارواکو سره یې د افغانستان د سولې، دوه اړخیزو پوځي همکاریو او د سیمې دې ثبات په هکله خبرې کړې وې.