په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې یو شمېر معترضو ښځو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني په لومړي بهرني سفر او د متحده عربي اماراتو له جګپوړو چارواکو سره د هغه د کتنې په اړه غبرګون ښودلی او د دغه ډلې پر مشرانو یې د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د چهار شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او هلته یې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.
دا مطلب هم ولولئ سراج الدین حقاني د امریکا او ملګرو ملتونو بندیزونو سر بیره څرنګه اماراتو ته رسمي سفر کړی؟د ارغواني شنبې په نوم د افغان میرمنو غورځنګ، د جمعې په ورځ، جون ۷ (غبرګولي ۱۸مه)، په کابل، تخار او یو شمېر نورو ښارونو کې د امنیتي ګواښونو له امله په سرپټو ځایونو کې د خپل اعتراضي پروګرامونه له لارې، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د معافیت دود پای ته ورسوي او د طالبانو مشران محاکمې ته راکش کړي.
ددغه غورځنګ مشرې مریم اروین، رسنیو ته ددغو معترضو ښځو لخوا د یو پریکړه لېک په لیږلو سره ویلي دي، سره له دې چې طالب چارواکي د "تروريستي ډلو د مشرانو او د بشري حقونو د سرغړوونکو" په توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بنديزونو په نوملړ کې شامل دي، خو دوی په ازاده توګه تګ راتګ کوي.
دغو معترضو ښځو د طالبانو د مشرانو پر سفرونو د سختو بندیزونو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د دوی (د طالبانو د مشرانو) پر وړاندې په وضع شوي بندیزونو کې نرمښت غندي.
د سراج الدین حقاني په ګډون اوس مهال د طالبانو د حکومت د ۵۸ چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې دي. د طالبانو پر چارواکو لګول شوي بندیزونو کې د سفر محدودیتونه او د هغوی د شتمنیو کنګل کول شامل دي.
معترضو ښځو په پرېکړه ليک کې ويل شوي: "موږ غواړو چې د طالبانو مشران او په ځانګړې توګه سراج الدين حقاني، چې د ملګرو ملتونو او د امریکا د فدرالي پولیسو په ګډون د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو د تروريستي ډلو په نوملړ کې دى، د یو ترهګر په توګه محاکمې ته راکش کړای شي. همدارنګه د امریکا له متحدو ایالتونو څخه غواړو چې سراج الدین حقاني، چې پر سر یې لس میلیونه ډالره انعام ایښی دی، ونیسي او تر دې زیات د بشري حقونو هغو معیارونو او ارزښتونو ته سپکاوی ونه کړي چې دوی (امریکا) ورته ژمن دي."
دغو معترضو ښځو همدارنګه ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ سره، دغې ډلې پر افغان ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه لګولي او د افغانستان په ځینو برخو کې یې خپلو "جنګي جرایم" او د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکړی دی.
دوی د سیمې او نړۍ له هېوادونو هم غوښتي چې د طالبانو نوم دې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لرې نه کړي. ظاهراً د دغو معترضو ښځو اشاره روسیې ته ده، چې په وروستیو اونیو کې یې ویلي، چې پدې تکل کې دی چې د طالبانو ډله په هغه هېواد کې د تروریستي سازمانونو له نوملړ څخه وباسي.
سراج الدین حقاني په افغانستان کې د طالبانو له واک ته د رسیدو وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر په داسې حال کې کړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې(اف بي ای) د هغه د نیولو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست سراج الدین حقاني د سفر په اړه غبرګون ښودلی ویلي یې و، د ملګرو ملتونو غړي باید د بندیزونو لاندې طالب مقاماتو د سفرونو په اړه اجازه واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه یوازې دا یادونه کوم چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د طالبانو کوربانه باید د معافیت د پروسې له لارې، چې په ۱۹۸۸ کال کې د ملګرو ملتونو د جزا کمېټې مشخص کړې د سفر اجازه ترلاسه کړي او دا مهمه ده چې غړي هیوادونه دا تګلاره عملي."