افغانانې د جنسیت او ملیت له مخې پناه اخیستلای شي - د اروپايي ټولنې محکمه

عکس- د اروپايي ټولنې عدلي محکمه

د اروپايي ټولنې عدلیې محکمې د جمعې په ورځ، اکتوبر ۴مه( تلې ۱۳مه) وویل، چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې افغان میرمنو ته د پناه اخیستنې لپاره یوازې د هغوی جنسیت او افغانوالی کافي ګڼل کېږي.

دغې محکمې ویلي، دا پرېکړه په ځانګړي ډول هغو افغان مېرمنو ته د پناه د ترلاسه کولو لپاره کافي دلیل ګڼل کېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشتې کې په افغانستان کې بیا واکمن شوي، دې ډلې د اسلامي قوانینو سخت او محدود تفسیر پلی کړی او په تدریجي ډول یې مېرمنې له عامه ژوند او ټولنیزو فعالیتونو څخه راګرځولې دي.

دا محدودیتونه په دومره کچه زیات شوي چې د ملګرو ملتونو سازمان دې وضعیت ته د "جنسیتي اپارتایډ" نوم ورکړی دی.

د اروپايي اتحادیې د عدلیې محکمې پرېکړه وروسته له هغه خپره شوه، چې د اروپايي ټولنې په غړی هېواد اتریش کې چارواکو دوو افغان مېرمنو ته د پناه ورکولو څخه ډډه وکړه.

خو دغو دوو افغان مېرمنو د اتریشي چارواکو ددغې پرېکړې په اړه محکمې ته شکایت کړې و او موضوع د اروپایي ټولنې عدلیې محکمې ته د پرېکړې لپاره راجع شوې وه.

د اروپایي ټولنې عدلیې محکمې په خپل حکم کې ویلي، د طالبانو له خوا د مېرمنو په وړاندې تبعیضي چلند د "ځورونې او اذیت" په معنا دی او دا افغان مېرمنو ته د پناه خستلو لپاره کافي دلیل ګڼل کېدای شي.

په دې پرېکړه کې راغلي، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه اړ نه دي چې په ځانګړې توګه د هرې قضیې لپاره د متقاضي لپاره د ځوروني او اذیت خطر ثابت کړي، بلکې یوازې د متقاضي مليت او جنسیت کافي دی چې د پناهندګۍ حالت یې په رسمیت وپېژندل شي.

دا پداسې حال کې دی، چې سویډن، فنلنډ او ډنمارک لا له وړاندې ټولو هغو افغان مېرمنو ته چې پدغو هېوادونو کې د پناه اخیستلو غوښتنه کوي، پناه ورکوي.