له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه راټيټه شوې

د اسلام له نظره پر ښځو د جنسي تیري د مخنیوي پدغه کنفرانس کې دیني علماوو ژمنه وکړه، چې د مسجدونو له لارې به تبلیغ کوي

د ښځو چارو وزارت وايي، سږ لمریز کال له ښځو سره د تاوتریخوالو د پېښو شمېر چې تر دې مهاله ثبت شوی، ښيي چې د تېر کال په پرتله له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه کمه شوې ده.

د ښځو چارو وزارت چارواکو نن په کابل کې وویل، سږ لمریز کال تر دې مهاله په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالو تر څلور زرو پورې پېښې ثبتې شوي دي، چې له دغو پېښو یو سلو لس یې پر ښځو د جنسي تیري قضيې دي.

نن هم په تخار کې د هغې څوارلس کلنې جلۍ مړ جسد وموندل شو، چې تر جنسي تیري وروسته وژل شوې وه.

د ښځو چارو وزارت سرپرستې سیده مژګان مصطفوي په کابل کې یوې غونډې ته وویل تېر کال د ښځو چارو وزارت او نورو بنسټونو سره پنځه زره او څلور سوه د تاوتریخوالو قضیې ثبتې شوې وې، چې ۱۷۴ پکې د جنسي تیریو وې.

وړم کال بیا له دغه وزارت، لویې څارنوالۍ، محاکمو او کورنیو چارو وزارت سره ۴۵۰۵ د تاوتریخوالو پېښې ثبتې شوې وې، په هغه کال کې ۱۸۸ پکې پر ښځو د جنسي تیري وې.

د ښځو د چارو وزارت سرپرستې سیده مژګان مصطفوي وویل ‪"‬تر هغو چې د ۳۴ ولایتونو او اړوندو ادارو شمېرې را غونډې نه شي، مونږ نه شو ولی، چې د تېر کال په پرتله د تاوتریخوالو کچه لوړه شوې، یا کمه شوې ده، خو تر دې مهاله پېښې ښيي، چې شمېره د تیرکال په پرتله تقریبا همغومره او یا کمه شوې ده. ‪"‬

که څه هم وايي، چې د تېر کال په پرتله د تاوتریخوالو قضيې لږ څه کمې شوي، خو بل لورته دا وزارت بیا له دیني علماوو غواړي، چې له ښځو سره تاوتریخوالي په تېره بیا د جنسي تیري تاوتریخوالی وغندي او له دیني اړخه یې جنایت وګڼي.

د اسلام له نظره پر ښځو د جنسي تیري د تاوتریخوالي د مخنیوي پدغه کنفرانس کې دیني علماوو ژمنه وکړه، چې د مسجدونو د منبرونو له لارې به تبلیغ کوي، ولې دغو علماوو ویل چې حکومت دې په رسمي ډول په قوانینو کې دا ډول تاوتریخوالی جرم وګڼي او مجرم ته دې سزا ورکړي.

د حج او اوقافو وزارت د مسجدونو عمومي رئيس مولوي عبدالمالک ضيايي وویل‪"‬ دا یوازې د دیني علماوو کار ندی، چې له ښځو سره د تاوتریخوالو په وړاندې تبلیغ وکړي، امنیتي ځواکونه هم تاثیر لري، داسې قانون باید جوړ شي، ترڅو امنیتي ځواکونو ته ددې صلاحیت ورکړل شي، ترڅو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالو د پېښې عاملین بې له دې چې د محکمې حکم واخلي ونیسي.‪"‬

پدغه کنفرانس کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې سیمین حسن زاده بیا ځینې رسنۍ پدې ګرمې کړې، چې ځینې پروګرامونه دا خپروي، چې په ويناء یې د ټولنې له کلتوري رنګ نه بې رنګه دي او کله نا کله یې په ګټه هم ندي.

ځینو ښځینه فعالینو پدغه غونډه کې وویل چې له ښځو سره تاوتریخوالی، تر ورکېدونکي شمېر خورا لوړ دی خو کورنۍ د ویرې له امله خپلې قضيې نه شي ثبتولی.