د جرمني د کلن په ښار کې د ښځو او بشري حقونو د یو شمیر افغان مدني ټولنې د فعالانو له خوا د ښځو پر وړاندې طالبانو د ځپوونکو سیاستونو په خلاف د نه خوراک او نه څښاک د روان اعتصاب په څلورمه ورځ د اعتصاب تنظیموونکو ویلي، چې د ځینو اعتصاب کوونکو روغتیايي وضعیت ښه دی.
د کلن په ښار کې د پرلت د خیمې د وهلو د اعتراض یوې تنظیموونکي تمنا پریاني د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په یوې خپرې کړې ویډیو کې ویلي، چې د خپلو غوښتنو تر منلو پورې به مبارزې ته دوام ورکړي.
افغانستان کې د جنسي تبعیض په رسمیت پیژندل، طالبانو ته د مالي مرستو بندیدل، د طالبانو په چارواکو د سفر بندیزونه لګول او د طالبانو له زندانونو څخه پرته د قید او شرط څخه د ټولو سیاسي بندیانو خوشې کیدل د دغو اعتراض کوونکو په غوښتنو کې شاملې مسلې دي.
میرمن پریانې د یکشنبې د ورځې ناوخته سپټمبردرییم (وږي ۱۲) ویلي: " اعتصاب د سپټمبر تر دولسمې دوام مومي او زما د ځینو همکارانو روغتیايي وضعیت اصلآ ښه نه دی او پخپله زما روغتیايي وضعیت هم ښه نه دی. خو تر هغې، چې زمونږ غوښتنې ونه اوریدلې شي او عملي نشي، دغه اعتصاب ته دوام ورکوو، حتی که هیڅوک هم مې تر څنګ نه اوسي، دغه اعتصاب ته به دوام ورکړم او حتی که زما د ژوند په بیه هم تمام شي".
طالبان په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په دغه هیواد کې په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیوتونه لګولي دي.
په نړۍ کې د ادیانو د ازادۍ په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو کمېسیون د اګست ۳۰ (وږي اتمه) په خپل یوتازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو تر ۵۰ فیصده زیات فرمانونه په ښځو د محدودیتونو په اړه دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته شاوخوا ۸۰ فتواوې او فرمانونه صادر کړي، چې په کې په اکثرو کې یې افغان میرمنې او نجونې په نښه شوي او "د تعلیم، کار او ازاد تګ راتګ باندې د بندیزونو ترڅنګ یې په هغوی کلک محدودیتونه لګولي او د هغوی دا ظرفیت یې ځپلی چې د خپل مذهبي تعبیر په اساس ژوند وکړي".
طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.
طالبانو له وړاندې روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې واکمنۍ د پیل څخه بندیز لګولی دی.
طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګروملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه. طالبانو ددې سربیره د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو په کار او مشارکت باندې بندیزونه لګولي دي.
د ترنم سعیدي په نوم د ښځو د حقونو یوې فعالې امریکا غږ ته ددغو محدودیوتو په لیرې کولو کې په جرمني کې د ښځو د حقونو د فعالانو روان اعتصاب اغیزو ته په اشارې وویل:" هرډول پروګرام، چې د طالبانو د جنایتونو د افشا کولو په اړه وي فکر کوم اغیز به ولري...بالاخره نړۍ به چې د طالبانو د جنایتونو پر وړاندې یې خپلې سترګې پټې کړي او غوږونه تړلي اړکیږي، چې د افغانستان د مظلومو ښځو غږ واوري".
ملګرملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.
خو د طالبانو چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي. همداشان طالبانو په افغانستان کې د ښځو په زده کړو بندیز موقتي ښودلی دي.