په کابل کې د سولې او ملي یو والي په ویاړ نړیوال کنفرانس جوړ شو. په کنفرانس کې د ملګرو ملتونو استازي او د لویدیزو هیوادونو استازو هم ګډون کړی وو . افغانستان غواړي چې د سولی د راوستلو په لار کې د کنفرانس د نړیوالو ګدونوالو له تجربو نه ګټه واخلي.
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال مارشال قسیم فهیم وایي چې په هیواد کې به یې سوله د سوالګرۍ له لاری رامنځته نشي. قسیم فهیم چې د سولی او ملي یووالي په ویاړ جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې یې خبري کولی وایي چې په خپل هیواد کې سوله ضرور غواړي خو د دغې سولی د را منځته کېدو لپاره تر هر څه لومړی باید دولت یو قوی موقف او ځای ولري تر څو مخالفې ډلې سولی ته اړ باسي. مارشال فهیم وایی په افغانستان کی به سوله چری هم د سوال له لاري را منځته نشي،، که افغان دولت یو پیاوړی موقف او ځواک ونلري مخالف اړخ په هیڅ صورت سولې ته جمتو ندی او موږ نشو کولای چې خپل هیواد کې سوله د سوال له لارې را منځته کړو .او دا کار د هیواد او ملت په خیر او صلاح هم نه دی .
مارشال فهیم په دی باور دی چی د افغانستان موضوع یواځی یوه ملی مساله نده بلکه نړیواله ستونزه هم ده او نړیوال باید د ځان د هوساینې لپاره هم په افغانستان کی د سولې د را منځته کیدو لپاره هڅې وکړي. ،،د افغانستان موضوع نړیواله موضوع هم ده چی ټول سیمه یییز هیوادونه او نړیواله ټولنه ورکې ښکیله ده که په افغانستان کی سوله وي هغوی به هم په خپلو هیوادونو کی سوله ولري خو که داسي نه کیږی او افغانستان بیا د تروریزم ځاله کیږي نو نړیوال هیوادونه به هم له ستونزو سره لاس او ګریوان وي او ټوله نړیواله ټولنه به ځوریږی،، .
مارشال قسیم فهیم نړیواله ټولنه هڅوي چې په هیواد کې یې د سولې د را منځته کیدو لپاره مټی را ونغاړي او له دې سره سره په طالبانو هم ږغ کوی چې نور به ونه شي کړای افغانستان تیرو تورو وختونو ته ورواړوی.
مارشال فهیم ډآډ څرګندوی چی دا مهال طالبان هغه تیر ځواکمن موقف نلری خو کولای شی د ترهګریزو اعمالو له لاری د دغه هیواد سوله او ارامي له ګواښ سره مخامخ کړي .
په نني کنفرانس کې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم له ډیرو نورو سره همغږی وو چی باید د سولی لپاره عذر او زاری ونه شي . نوموړي وویل چې د دغو افغان مشرانو خبري ظاهرا د ولسمشر کرزي له هغو خبرو سره په ټکر کې دي چی تل طالبانو ته د ورورنو خطاب کوي .