په کاناډا کې مېشتې ۱۷ کلنې افغانې، نیلا ابراهیمي د سه شنبې په ورځ، نومبر ۱۹ (لړم ۲۹مه) د افغان نجونو د حقونو څخه د دفاع په خاطر ' د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه' ترلاسه کړه.
دغه جایزه د هالنډ په امسټرډام کې د ماشومانو د حقونو موسسې (کیدزرایت) لخوا نیلا ابراهيمي ته د افغان ښځو او نجونو د زده کړو لپاره د هغې د اغېزمنو هڅو څخه د ستاینې له امله ورکړل شوه.
د دغه موسسې د مسؤلینو په وینا، نیلا ابراهیمي د خپلو زړورو هڅو له امله په ټوله نړۍ کې د ځوانانو لپاره یو الهامبښونکی شخصیت ګرځېدلې ده.
نوموړې دغه جایزه په داسې حال کې وګټله، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، ښځې لا هم د سختو بندیزونو لاندې دي.
تر دې مخکې، دغه نړیواله جایزه، د اقلیم د بدلون فعالې ګرتا تونبرګ او د نجونو د زده کړو د حقونو فعالې ملاله یوسفزۍ په څېر مشهورو کسانو ته هم ورکړل شوې ده.
نیلا ابراهیمي د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې له ترلاسه کولو وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د دې جایزې ګټل پدې مانا دی، چې د افغان ښځو او نجونو غږ به د نړۍ په هر ګوټ کې انګازې وکړي. همدارنګه موږ باید په تورو شپو او تورتمونو کې هغوی ته قوت او هیله ورکړو."
په ۲۰۲۱ کال کې، په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې، نیلا ابراهیمي د پوهنې وزارت هغه پرېکړه وننګوله چې په غونډو او مراسمو کې یې له ۱۲ کلنو پورته نجونې د ترانو ویلو څخه منع کړې وې. هغې د اعتراض په توګه د "زه خپله ترانه یم" په نوم یو خوځښت پیل کړ او د دې پرېکړې پر وړاندې یې مبارزه وکړه.
نیلا ابراهیمي خپله سندره ثبت کړه او د هغې ورور دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړه. دا کمپاین، چې "زه خپله ترانه یم" نومېده، په لنډ وخت کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړ.
د عامه غبرګونونو په پایله کې، د افغانستان د پوهنې وزارت اړ شو چې په مراسمو کې پر ترانو ویلو لګول شوی بندیز لرې کړي.
له کاناډا څخه د افغان نجونو لپاره د مبارزې دوام
نیلا ابراهیمي، د طالبانو له بیا واکمیندو وروسته، له خپلې کورنۍ سره لومړی پاکستان او بیا کاناډا ته کډواله شوه. په کاناډا کې نوموړې د "هغې کیسه" په نوم یو پروګرام پر مخ وړي، چې موخه یې نړیوالو ته د افغان نجونو کیسې او د هغوی غږونو ته انعکاس ورکول دي.
نیلا تېر کال په ژنیو کې د بشري حقونو او دموکراسۍ غونډې ته وویل: "زه هره ورځ د هغو نجونو په اړه فکر کوم چې په افغانستان کې پاتې دي، ناهیلې دي او د خپل راتلونکي لپاره هېڅ فرصت نه لري. زه په کاناډا کې د خپل ژوند لپاره پریکړې کوم، خو هغوی څه وکړي؟"
د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. دوی د لوړو زده کړو، کار او د عامه ځایونو لکه پارکونو ته د لاسرسي حق له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون له مخې، ښځې په عامه ځایونو کې د سندرو ویلو او شعر لوستلو څخه منع کړي دي. دغه قانون د ښځو غږ "عورت" ګڼلی او په عامه ځایونو کې یې اورېدنه منع کړې ده.
دغه بندیزونه د هغو ازادیو شاتګ ګڼل کېږي چې په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه شوې وې.
تېره اوونۍ طالبانو په عام محضر کې پر یو تن د اعدام حکم عملي کړ، چې د طالبانو دغه اقدام د ملګرو ملتونو له خوا وغندل شو.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ دغه اقدام د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه وباله او د سمدستي بندېدو غوښتنه یې وکړه.
همدارنګه جرمني، کاناډا، اسټرالیا او هالنډ د طالبانو ډله د ښځو پر وړاندې د تبعیض د نړیوال کنوانسیون د اصولو په سرغړونه تورنه کړې ده.
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، حمیدالله فطرت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي.