د افغانستان تکواندو ټیم پاکستان کې د تکواندو په ازادو سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ

د المپیک ملي کمیټه چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي چې د افغانستان د تکواندو لوبغاړو د پاکستان په کوربتوب د تکواندو پنځم پړاو ازادو (G2) سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

دا سیالۍ د پاکستان په کوربتوب د یکشنبې په ورځ نومبرپنځم( لړم ۱۴) د ۲۳ هیوادونو او د کډوالو د یو ټیم د ۳۱۵ لوبغاړوترمنځ ترسره شوې.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې د دوشنبې په ورځ نومبرشپږم( لړم۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي:" د افغانستان د تکواندو لوبغاړو د تکواندو د پنځم پړاو ازادو (G2) سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ. همداشان د افغانستان د تکواندو ټیم د ښه لوبغاړي او ښه روزونکی جایزې هم ترلاسه کړې".

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې سیالیو کې محسن رضايي او علي اکبري په زړه پورې لوبه وکړه او خپلو پاکستاني او عربستاني سیالانو ته یې په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه وګټل.

همدا رنګه حکمت الله زین او امید سهاک تر دې وړاندې خپلو پاکستاني او قزاقستاني سیالانو ته ماتې ورکړې وه او د سپینو زرو مډالونه یې ګټلي وو.

ددغو سیالیو دمخه د تکواندو د ملي ټیم لوبغاړي محسن رضايي د سروزرو خپل مډال چې په دغو سیالیو کې یې ترلاسه کړی و، له پاکستان څخه شړل شویو افغان کډوالو ته اهدا کړی و.

د المپیک ملي کمیټه وايي، چې ددغو سیالیو د قهرمانۍ مډال هم افغان کډوالو ته اهدا شوی دی.

تر دې وړاندې د ووشو ورزشکار خالد هوتک هم په چین کې په اسیایي سیالیو کې خپل ګټلی مډال افغان کډوالو ته ډالۍ کړی و.

په دغو سیالیو کې د افغانستان د تکواندو په ټیم کې ۱۹ لوبغاړو برخه لرله.