افغان علماو د ځانوژونکو بریدونو په اړه د پاکستان فتوا وستایله

د افغانستان د دیني علماو عمومي شورا د ځانوژونکو او ترهګریزو بریدونو په اړه د پاکستاني علماو د فتوا هرکلی کړی دی.

پاکستاني دیني علماو دا اونۍ په یوې فتوا کې پدغه هیواد کې ځانوژونکي او ترهګریز بریدونه، د اسلام له نظره، ناروا وبلل.

د افغانستان د علماو شورا د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپانۍ کې وویل "د انتحار او تروریستي عملونو د حراموالي په هکله د پاکستاني عالمانو وروستۍ فتوا په رښتیا سره یوه شرعي او د قرآن او سنت سره سمه فتوا ده."

خو افغان علماو له پاکستاني علماو ګیله کړې چې ګواکي شرعي فتواوې یوازې د خپل هیواد پورې محدودې ساتي.

"متاسفانه زمونږ د ګاوندي هېواد پاکستان یو شمیر علماء او مفتیان راټول شوي او دغه مبارک کتاب یې هم په ځان پورې منحصر کړی، ځان وژونکي حملې او دهشت ګردي یې صرف په پاکستان کې حرام بللې دي او د نړۍ یو نیم میلیارد مسلمانان په تېره بیا مسلمان او مجاهد افغانستان یې له پامه غورځولی."

طالبان، داعش ډله او ځينې نورې ترهګرې ډلې په افغانستان او پاکستان کې ځانوژونکي بریدونه کوي چې ډیر پکښې ملکي خلکو ته مرګ، ژوبله او زیانونه اوړي.