طالبان:‌ په تیرو څلورو ورځو کې نژدې ۱۲زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي

عکس: ارشیف - د پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنیدنه

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزات وايي چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه کیږي او یا د دغو هیوادونو د پولیسو له خوا نیول کیدو وروسته افغانستان ته استول کیږي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ جولای ۶ (چنګاښ ۱۶) ویلي چې د چنګاښ له دولسمې تر پنځلسمې پورې ۱۱زره او ۹۹۷ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي‌ دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې موده کې څه باندې اوه زره افغان کډوال د هرات د اسلام‌کلا بندر او له ۳۵۰۰ څخه زیات نور د نیمروز د "وریښمو پل" له لارې افغانستان ته ستانه شوي او یا په جبري توګه د دغه هیواد د پولیسو له خوا شړل شوي دي.

طالبانو دغه راز ویلي چې په تیرو درېیو ورځو کې څه د پاڅه ۱۳۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه د تورخم او سپین‌بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي. د طالبانو په وینا په دغو کډوالو کې ښځې او ماشومان او شامل دي او له زیاتې برخې سره یې د ملګرو ملتونو کمیشنرۍ مرستې کړې دي.

په وروستیو اونیو کې یو ځل بیا له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو او بیرته ستنېدو په بهیر کې زیاتوالی راغلی دی او هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه افغانان له دغو هېوادونو څخه ایستل کېږي‌ او یا په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.

د راپورونو له مخې په ایران او پاکستان کې مېشت زیاتره هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنول کېږي چې د کډوالۍ اسناد نه لري او په غیرقانوني‌ توګه دغو هیوادونو ته دننه شوي دي.

په افغانسان کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي چې د جون میاشتې په وروستۍ اونۍ کې شاوخوا ۷۰زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

د دغې ادارې د بررسیو په اساس ۳۷زره او ۳۴۶ افغان کډوال له ایران او ۳۳زره او ۴۵۲ نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي چې د جون میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۵۶زره او ۵۰۰ افغانانو خپل هیواد پرې‌ایښی او د ځمکې له لارې ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې تیره اونۍ وویل چې د روان عیسوي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۵۳۶.۸زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله په کې ۴۴سلنه زیاتوالی راغلی دی.