پاکستان کې یو شمېر کډوال افغانان وايي هیله لري خپل وطن ته ستانه شي

فضل الله سالارزی، پاکستان کې کډوال افغان

د پېښور د خراسان کمپ استوګن یو شمېر د پاخه عمر افغانان وايي، د ژوند ډېره برخه یې د کډوالۍ په خواریو کې تیره شوه او هیله لري چې په افغانستان کې سوله راشي او پاتې ژوند په خپل وطن کې تیر کړي.

دا افغانان وايي تنکي زلمیان وو چې کډوال شول او اوس په سپينه ږیره لاهم خوارۍ ته اړ دي.

روح الله چې څو لسیزې وړاندې پاکستان ته کډوال شوی، د خپل ژوند سختۍ بیانوي او وايي: "در په دره، خاوري په سر یو. د مهاجرت ژوند په لومړیو کې بیاهم لږ ښه وو،‌ ګوزاره يې کوله، څه مرستي به کېدلې. چې مرستي بندي شوې دي،‌ بیا موږ هیڅ نه دي لیدلي.‌ ګراني ده مزدوري کوو. کله ولاړ شو کباړ ته په دې سپینه ږیره باندې نارې وهو، هډوکي، ټيمان او زړې څپلۍ راټولوو او په هغه باندي‌ وخت تېروو."

شاوخوا څلور لسیزې وړاندې په افغانستان باید د پخواني شوري اتحاد له یرغل او جګړو پیلېدلو وروسته په ملیونونو افغانان د خپل وطن پرېښودلو ته اړ شول او ډېرو يې ایران او پاکستان ته پناه یوړه.

د خراسان په کمپ کې مېشت دا کډوال شکایت کوي چې ژوند ورته د کړاونو نوم دی، "نه د خپل وطن شو او نه هم په پاکستان کې ومنل شول."

ددې کمپ بل اوسېدونکی فضل الله سالارزی همدا خبره کوي: "اوس موږ نه پوهېږو په خپل ژوند باندې چې کوم لور ته لاړ شو او څه وکړو؟ هر څه رانه ګډوډ شوي دي. برق نشته، اکثره خلک ماشو ته پراته وي. د اوړو بوجۍ نشي اخیستلی، ځکه چې په درې زره روپۍ ده او دیاړي نشته."

سالارزی د خپلو ستونزو شمېرلو لړۍ غځوي او وايي: "ماشومان په کورونو کې ناست، څلورم صنف يې ویلی نور نشته. اکثره وخت پاکستانی کارټ غواړي، چې نه وي،‌ وايي‌ دوا نه درکوو. لاړ شو شل، دیرش یا پنځوس روپۍ مصرف کړو، هلته چې ورشو، وايي،‌ پاکستانی کارټ راوړه. پاکستانی کارټ له کومه کړم؟ ماسره خو د مهاجرو کارټ دی."

دا مطلب هم ولولئ 'تور غم'؛ د یو افغان ځوان ناول د افغانانو د کډوالیو ناخوالې بیانوي

د فضل الله سالارزي ارمان په خپل وطن کې د امن دی. وايي، پر دوی که ژوند تېر دی، نوی نسل خو به یې په امن کې ژوند وکړي. نوموړی زیاتوي: "چې په وطن ارامي راشي، اول زه ځمه، وږی تږی یم، چې هسي وطن ته ولاړ شم. خو هلته هم امکانات نشته، امنیت او هر څه ګډوډ دي."

د کډوالو ددغه کمپ زلمي شاوخوا ټول دلته زېږېدلي او لوی شوي دي او افغانستان یې نه دی لیدلی.

د خالد په نوم یو ځوان افغان کډوال وايي: "دلته د کمپ مشکلات خو ظاهره ده چې هر چاته پته ده چې د کمپ ژوند څنګه وي. دا ډېر یو ساده ژوند وي، دلته خلک په خټينو کورونو کې اوسي، د برق مسئلې هم ډېرې زیاتې وي، نو دغه‌‌ ټول مشکلات دي."

په پاکستان په ملینونو افغان کډوال له تېرو څلور لسیزو راهیسې اوسي او اکثریت يې په دغه ډول کمپونو کې ژوند دي. دغه افغان کډوال وايي، که څه هم دلته يې څلور لسیزې تېري شوې،‌ خو لاهم د څښاک له پاکو اوبو نیولې، بیا تر روغتیايي اسانتیاوو او د ماشومانو تر زده کړو پورې له هر څه بې برخې دي.