د لاس رسي وړ اتصالات

'تور غم'؛ د یو افغان ځوان ناول د افغانانو د کډوالیو ناخوالې بیانوي


عزیزالله کاروان، پاکستان کې افغان کډوال او لیکوال
عزیزالله کاروان، پاکستان کې افغان کډوال او لیکوال

په پاکستان کې کډوال افغان زلمي په افغانستان کې د جمهوریت د پرځېدو او د افغانانو د پرله پسې کډوالیو ناخوالې د “تور غم“ په نوم ناول کې لیکلي دي.

د ننګرهار ولایت عزیزالله کاروان په خپل ۲۴ کلن ژوند کې دوه ځله کډوالۍ ته اړ شوی دی.

هغه د پیښور په خزانه کمپ کې ستر شوی، وایي، په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان ته د زده کړې لپاره ولاړ، هلته یې په ژورنالیزم کې د لیسانس تر کچې زده کړې وکړې او د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ته یې لاره ومونده.

خو وایي، د هغه د خوښۍ شیبې ډیرې کمې وې او د افغانستان د جمهوریت د ړنګیدو سره بیا ځلې کډوالۍ ته اړ شو.

عزیر الله کاروان وايي، فکر یې کاوه چې د تېر جمهوریت په سیوري کې خپلو هیلو ته رسېدلی و خو د نوو واکمنو وضعیت ورته د پېغوره ډک و. نوموړی وايي: "ما وویل چې دلته کار کول داسې دي لکه یو څوک تا اجیر ونیسي."

کاروان وايي کله چې په ۲۰۱۶ کال له پېښوره مزار شریف ته د زده کړو په موخه روانېده، د کورنۍ غړو ورته ویل چې: "ایا ته روغ یې چې له پیښوره مزار ته زده کړو له ځې؟" خو وايي، خپله کورنۍ یې هم هڅوله چې هیواد ته ورسره ستنه شي خو اوس افسوس کوي چې وضعیت بدل شو. وايي: "چې کله نظام سقوط وکړ زه بیرته راغلم نو ټولو راته ویل تا څه ویل او اوس څه وشول؟"

عزیزالله کاروان پخپل لګښت د "تور غم" په نوم د ناول په بڼه د افغانانو د پرله پسې کډوالیو په اړه په ۲۰۰ مخونو کې کتاب په پیښور کې "د کتاب کور" لخوا چاپ شوی دی.

هغه د خپل ناول په اړه وايي: "ما هڅه کړې چې د افغانانو د ژوند ټول اړخونه پکې بیان کړم لکه افغانستان کې جمهوریت ړنګ شو امارت راغی. دا جمهوریت څنګه سقوط وکړ او څنګه امارت راغی."

هغه وايي چې په افغانستان کې د ځوانانو هيلې مړې شوې دي. وايي، کابل ته یې کتابونه ولیږل خو له هغه ځایه ورته وویل شول چې دلته څوک او اوس د کتاب لوستلو ته پام نکوي.

کاروان زیاته کړه: "د ۵۰ روپو د اروا پوهنې کتاب څوک نه اخلي، د جموریت پرځیدو سره د خلکو انګیزې له منځه تللي دي، ځوانان وایي مونږ کتاب ولولو نو څه دپاره؟ د مدرسې د یو قاري اسناد زموږ د دکتورا نه ښه دي."

که څه هم عزیزالله په پیښور کې له ویب ټلویزیون سره دنده لري خو وایې د افغانستان ناڅاپي سقوط د ډیرو افغانانو هیلې په اوبو لاهو کړې او شل کلنې لاسته راوړنې یې صفر کړې.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG