معترضې ښځې: طالبان نه بدلیږي، سیاسي او نظامي فشارونه دې زیات شي

تیرو دریو کلنوکې چې طالبانو افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړي د ښځو حقونو فعالانو پرله پسې ډول د ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسو د غندلو لپاره لاریونه او احتجاجي غونډی جوړې کړي.(عکس ارشیف).

یو شمیر معترضو ښځو د طالبانو له خوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د ښځو د ځپلو اقداماتو په دوام اندیښنه ښودلې او د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څخه یې غوښتي چې پر دغې ډلې دي خپل فشارونه زیات کړي.

د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو د غورځنګ دغو غړو په کابل کې په یو سرپټي ځاې کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې دغه میرمنې طالبانو ته په هر نامه چې وي د هر ډول ملاتړ او ورته د مشروعیت د ورکولو د اقداماتو بندیدل غواړي.

دغو معترضو ښځو د شنبې په ورځ نومبر نهم (لړم ۱۹) په یو خپور کړي پریکړه لیک کې ویلي: "مونږ د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د متحده ایالاتو د نوي حکومت څخه غواړو چې د طالبانو پر وړاندې دې د اشتباه ډک خپل تیر سیاستونه اصلاح کړي او د هدفي محدودیتونو، دپلوماتیک او سیاسي فشارونو په پلي کولو، د طالبانو منزوي کولو او د دغې ډلې د حکومت د نسکورولو لپاره د نظامي فشارونو څخه په ملاتړ سره دې عملي او پریکنده اقدامات وکړي".

د امریکا د متحده ایالاتو د نومبر د پنځمې ورځې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهوریت غوښتوونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ بریالیتوب ترلاسه کړ. ټاکل شوې چې د امریکا منتخب جمهور رئیس به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰ د دغه هیواد ۴۷ جمهور رئیس په توګه لوړه وکړي.

دغو معترضو ښځو پر نړیوالې ټولنې باندې د نیوکو په ترڅ کې ویلي چې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې چې طالبانو په افغانستان کې واک بیا ترلاسه کړی، اکثره هیوادونو نه یوازې د دغې ډلې د " بشري ضد جنایاتو" پر وړاندې پریکنده دریځ نه دی نیولی، بلکې د طالبانو سره یې د تعامل سیاست پرمخ وړی دی. ددغو معترضو ښځو د وینا پراساس د نړیوالې ټولنې دغې کړنلارې طالبان لا زړور کړي دي.

په دې پریکړه لیک کې ویل شوي: "د ملګرو ملتونو د ټولنې څخه هم غواړو چې د طالبانو د سپینول، اړیکو عادي کولو او په نړیوالو غونډو کې د هغوی حضور او د سیاسي دلالۍ څخه لاس واخلي او په نړیواله کچه او د جنسیت پربنسټ د برابرۍ د بشري حقونو د اصولو پراساس د بشري حقونو دوامداره ډیالوګ د رامنځ ته کولو او پرمخ وړلو لپاره پر طالبانو باندې په همغږۍ سره فشارونه زیات کړي".

د ښځو د حقونو ددغو فعالانو ددغو څرګندونو دمخه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بینټ هم د ملګرو ملتونو ۸۹ عمومي غوندې ته په خپل وروستي راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د بشری حقونوڅخه د سرغړونو پر وړاندې د حساب ورکولو د میکانیزم د نشتون له امله طالبان د بشري حقونو سرغړونو دوام په برخه کې زړور کړي دي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، په تیرو څه باندې دریو کلنو کې یې په پرله پسې ډول پر افغانانو په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو بانې ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو نه یوازې په افغانستان کې د لومړنۍ دورې پرته د نجونو او ښځو پر زده کړو او د ملګروملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو په کار بندیز لګولی، بلکې پر د ژوند په نورو برخو کې یې هم ښځو او نجونو باندې پرله پسې ډول بندیزونه لګولي چې له امله یې ښځې او نجونې د عام ژوند څخه څنډې ته شوي دي.

ملګرو ملتونو د طالبانو دا کړنې د جنیست پر بنسټ تعبیض ته ورته بللي دي.

د طالبانو چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې ددغې ډلې حکومت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او د نجونو او ښځو د زده کړو مسله د افغانستان یوه کورنۍ مسله ده چې دوی هڅه کوي ورته په کور دننه د حل لار ولټوي.