د کرکټ نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومې نهه) په یوې ورځنیو لوبو کې د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړي د ټاکلو لپاره څلور کاندیدان اعلان کړي، چې یو په کې افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی دی.
عظمت عمرزی د سري لانکا او وېسټ انډیز د دریو نورو لوبغاړو سره به خپل بخت ازمايي. د کرکټ نړیوالې شورا په خپل ویبسایټ کې د عظمت په اړه لیکلي دي، چې هغه په یوې ورځنیو لوبو کې غوره الراونډر دی او د خپلې لوبډلې په بریاو کې یې ښه ونډه اخیستې ده.
عظمت عمرزي په ۲۰۱۴ کال کې د یوې ورځنیو لوبو په ۱۲ پاڼیو (انینګزونو) کې ۴۱۷ منډې کړې او په توپ اچوونې کې یې هم ۱۷ لوبغاړي سوځولي دي.
عظمت عمرزی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې داسې لوبغاړی دی چې هم ښه توپ وهنه کولای شي او هم ښه تېزه توپ اچوونه کولای شي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي دي چې عظمت عمرزي د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې په یوې لوبې کې د سري لانکا خلاف سلیزه وکړه او په بلې کې یې پنځوسیزه وکړه.
همدغه راز عظمت عمرزي له جنوبي افریقا سره په سیالیو کې په یوې لوبې کې په ۵۰ توپونو باندې ۸۶ منډې کړې وې او یو کس یې هم سوځولی و.
په دې سربېره، په همدې کال کې یې د بنګله دېش خلاف د لوبو په لړۍ کې هم ښه وځلېده. ده په یوې لوبې کې ۷۰ منډې هم وکړې او څلور لوبغاړي یې هم اوټ کړي وو. او په دغو ټولو لوبو کې یې د افغانستان په بري کې مهم رول لوبولی.
د عمرزي دا او په لوبې کې د هغه مهمې ونډې ته په کتو، د کرکټ نړیوالې شورا د یوې ورځنیو لوبو د کال د غوره لوبغاړي په توګه کاندید کړی دی.
عظمت الله عمرزی لومړی افغان لوبغاړی دی چې سږکال د غوره لوبغاړي په توګه کاندید کېږي.
له هغه سره د سري لانکا دوه لوبغاړي کوسال مندېس، چې توپ وهونکی دی، او ونېندو هسارانګا چې ورو توپ اچوونکی دی، هم کاندیدان دي. همدغه راز د ویسټ انډیز توپ وهونکی شیرفین راټرفورډ هم کاندید دی.
د کرکټ نړیوالې شورا په خپل ویبسایټ کې له مینه والو غوښتي، چې د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایه ورکړي.
د مینه والو رایې د لوبغاړو په ټاکلو کې مهم رول لوبوي، همدغه راز یوه متخصصه کمېټه هم شته چې دغو لوبغاړو ته رایه ورکوي او د دغو رایو په اساس به د ۲۰۲۴ کل د یوې ورځنیو لوبو د کال غوره لوبغاړی ټاکل کېږي.