افغانې تکواندوبازې د پاریس د پارالمپیک په سیالیو کې خپلې کیوبایي سیالې ته ماتې ورکړه

د تکواندو ورزش افغانه لوبغاړې ذکیه خدادادي

د تکواندو ورزش افغانې لوبغاړې ذکیه خدادادي د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږي اتمه) د ۲۰۲۴ کال د پاریس د پارالمپیک د سیالیو په لړ کې خپلې کیوبایي سیالې رودریګوز رویرو ته ماتې ورکړه.

خدادادي چې په دغو سياليو کې د پناه غوښتونکو د ټيم په ترکیب کې یې پدې سیالیو کې ګډون کړی په دې بريا سره د تکواندو د پارالمپيک سیالیو اتم پړاو ته لاره وموندله.

هغې د فرانسې د پاریس د ۲۰۲۴ کال د پارالمپیک لوبو د پرانیستلو په مراسمو کې د پاریس په واټونو کې د المپیک مشعل لېږداوه.

خدادادي چې اوس ۲۵ کلنه ده، له نهه کلنۍ راهیسې د تکواندو تمرین کوي.

ذکیه خدادادي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کیدو راهیسې په فرانسه کې اوسیږي، په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې یې د پارا تکواندو په برخه کې ګڼ شمیر مډالونه ګټلي دي.

نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې غړې شوه او تر اوسه یې په خپل ورزشي ژوند کې څو مډالونه ګټلي دي.

خدادادي د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په ۱۴مه، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دویمې کلیزې یوه ورځ مخکې، د اروپا د پاراتکواندو د سرو زرو مډال وګاټه او په دې وتوانیده چې د دې سیالیو په وروستي پړاو کې خپلو ترکي او اوکرایني سیالانو ته ماتې ورکړي او اتله شي.

ذکیه خدادادي په ۲۰۲۱ کال کې دوهمه افغانه وه چې د جاپان د پارالمپیک په سیالیو کې یې هم ګډون وکړ.

د پاریس پارالمپیک لوبې چې پرون په شاندارو مراسمو سره پیل شوې، ۱۱ ورځې دوام کوي، چې په کې د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو څخه ۴۴۰۰ ورزشکاران په ۲۲ سپورتي برخو کې ګډون لري.