دوحې مذاکراتو ځنډني کیدل؛ ولسي جرګه د خبرو د بهیر چټکیدل غواړي

ولسي جرګې په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د خبرو د دوهم پړاو ځنډني کیدو باندې انتقاد کړی او د دغو دواړو غاړو یې غوښتي، چې ژر دې یوې پایلې ته سره ورسیږي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په دوحه کې د خبرو دوهم پړاو پیل شوی، خو په دغه موده کې د دواړو پلاو د ګډې کمیټې غړو دوه ځلې سره کتلي دي او تراوسه لا هم د خبرو اجندا نه ده بشپړه شوې.

د ولسي جرګې غړو د دوشنبې د ورځې جنورۍ ۱۸ ( مرغومې ۲۹) په عمومي غونډه کې په دوحه کې د مذاکراتو ځنډني کیدو باندې انتقاد وکړ او ویې ویل، چې افغانان د خبرو بهیر پر ځنډني کیدو باندې خورا اندیښمن دي.

د دغې جرګې رئیس میررحمان رحماني غونډې ته وویل: "د خبرو پیچلتیا، د اجندا په ترتیبولو کې ځنډ، د طالبانو د پلاوي نه لیوالتیا، مرموز دریځونو نیول، د ویجاړونکي جنګ لپاره د دواړو خواو چمتوالی، د داخلي اجماع نشتون او د پخلاینې د عالي شورا د رهبرۍ د پلاوي په کار کې بې نظمي د هیواد د ژغورنې لپاره د ملي طرحې نشتون سولې ته رسیدل ستونزمن کړي دي".

ښاغلي رحماني د ولسي جرګې په استازیتوب له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې د سولې د خبرو په پرمختګ او یوې مطلوبې پایلې ته د رسیدلو په برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي.

همداشان ولسي جرګې استازو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او اوربند ته غاړه کیږدي.

ولسي جرګې استازو د سولې د خبرو پر ځنډني کیدو دا انتقادونه په داسې حال کې کړي، چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاو د رئیسانو په ګډون د دواړو پلاو یو شمیر غړو تیره ورځ سره کتلي او د ګډې اجندا په ترتیبولو یې سره خبرې کړي دي.