روسیه: د مسکو فارمټ د خبرو اصلي تمرکز به د افغانستان د ملي مصالحې د بهیر مخې ته وړل وي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د مسکو فارمټ شپږمې غونډې کې به «اصلي تمرکز» د افغانستان د ملي مصالحې د بهیر مخې ته وړل وي.

د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا وویل چې وزیر سرګي‌ لاوروف به د بندو دروازو تر شا د غونډې مشري کوي. نوموړې وویل چې لاوروف به د امیر خان متقي او ډلې سره یې د کابل او مسکو ترمنځ دوه اړخیزې خبرې وکړې. زخاروفا په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت هم ویلي دي چې متقي به د مسکو فارمټ غونډې په څنډو کې له سرګي لاوروف سره ملاقات کوي.

زخاروفا زیاته کړه چې په دې غونډې کې به «په سیاسي، اقتصادي، د ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې د کابل او سیمې د حکومتونو ترمنځ د عملي تعامل زیاتوالی» هم د بحث وړ مسائيل وي.

روسیې په ۲۰۱۷ کال کې د «مسکوفارمټ» د افغانستان د بحران د حل او په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او له افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاقو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د سیمه ایزې او نړیوالې همکارۍ په هدف جوړ کړ.

غونډې کېبه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي تر څنګ، د پاکستان، ایران، هند، چین، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان استازي هم ګډون کوي.

مسکو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته له دغې ډلې سره نژدې روابط لري خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني.

د روسیې د عدلیې او بهرنیو چارو وزارت د جون په میاشت کې د دغه هېواد ولمسشر ولادیمیر پوتین ته وړاندیز کړی و چې طالبان د روسیې د ترهګرو سازمانونو له تور لست څخه وباسي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سه شنبې په ورځ وویل چې هغوی په روسیې کې د بریکس په را روانې غونډې کې د ګډون رسمي غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي وو چې هغوی له روسیې او هند سره، چې د بریکس غړي‌ دي، «ښې اقتصادي اړیکې او سوداګریزه راکړه ورکړه لرو.

موږ غواړو چې خپلې اړیکې پراخې کړو او د بریکس په اقتصادي فورم کې برخه» واخلو. د بریکس سرمشریزه د روسیې د کازان په ښار کې ده، چې د روان کال د اکتوبر په ۲۲مه پیلېږي او په ۲۴مه ختمېږي. تر دې دمه دغه سازمان د طالبانو د دغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

روسیې او چین دواړو چمتوالی ښودلی دی چې له افغانستان سره به تجارتي او د پانګونې په برخه کې روابط ولري د داعش-خراسان ډلې په ضد مبارزې کې له طالبانو سره مرسته وکړي.

خو متحده ایالتونه د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې او یا په هغوی د بندیزونو د لېرې کولو په اړه د هر ډول اقدام مخالف دی. تېره اونۍ د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان-پییر په بریکس کې طالبانو د ګډون د غوښتنې په اړه د امریکا غږ افغانستان څانګې د یوې پوښتې په ځواب کې وویل چې د واشنګټن دریځ روښانه دی او هغوی «د طالبانو په اړه د هغوی د عمل په اساس قضاوت کوو، نه د هغوی د خبرو په اساس».

طالبانو په ښځو او نجونو باندې کلک بندیزونه لګولي او حقونه او ازادي یې محدود کړي دي، ملګري ملتونه دا کار د جنسیت په اساس تبعیض «جنسیتي اپارتایډ» بولي.

کارین ژان-پییر وویل چې «افغانستان تر هغه وخت پورې خپل اقتصاد قوي کولای نه شي، تر څو پورې چې ښځې له محدودیت پرته د ټولنې په ټولو برخو کې د مشارکت جوګه نه» شي. هغې وویل چې امریکا به له طالبانو سره د خپلو علایقو وړ مسائیلو چې «د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او په ناحقه د نیول شویو امریکايي اتباعو بېرته راستنول» په کې شامل دي، تعامل روان ساتي.