فرانسې کې یو افغان د داعش ډلې سره د تړاو په تور نیول شوی

آرشیف

په فرانسې کې یو افغان کډوال شنبه اکټوبر ۱۲ ( تلې ۲۱مه) د اسلامي دولت یا داعش ډلې د مفکورې ملاتړ کولو په تور په رسمي توګه تورن او بندي شوی.

د محکمو په اسنادو کې ویل شوي چې په فرانسې کې نیول شوی افغان کډوال ۲۲ کاله عمر لري او پلان یې درلود چې د فوټبال په یو لوبغالي او یا کومې مغازې کې د "تشدد" کړنې وکړي خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.

یو سرچینې چې د موضوع په هکله معلومات لري، د فرانس پریس خبري اژانس ته تائید کړې چې په فرانسې کې نیول شوي افغان کډوال په متحده ایالاتو کې د یو بل افغان کډوال سره اړیکې درلودې چې د انتخاباتو پر مهال د برید کولو پلان یې درلود.

په متحده ایالاتو کې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ دفتر ویلي چې په امریکا کې دا افغان کډوال د همدې تیرې چارشنبې په ورځ په محکمې کې په رسمي توګه تورن شو.

دې سرچینې ویلي چې د پلټنو پر مهال امریکایي چارواکو د اوکلهوما په ایالت کې د نیول شوي افغان کډوال څخه تر لاسه شوي معلومات په فرانسې کې د چارواکو سره شریک کړي وو چې د همدې معلوماتو پر اساس په پاریس او نورو سیمو کې لږ تر لږه درې تنه نیول شوي.

پولیسو د همدې تیرې سه شنبې په ورځ په فرانسې کې درې تنه ونیول چې درې واړه وروڼه دي او عمرونه یې د ۲۰ نه تر ۳۰ کالونو پورې دي.

د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ دفتر په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې په پلټنو کې څرګنده شوې چې په فرانسې کې یو نیول شوي افغان چې ۲۲ کاله عمر یې درلود، پدې هیواد کې د پاتې کیدو کارت یې درلود او دا هم پکې ویل شوي چې د سخت دریځۍ افکار یې درلود او د اسلامي دولت یا داعش د مفکورې ملاتړ یې کاوه.

د دې افغان کډوال مدافع وکیل په موضوع د تبصرې کولو څخه ډډه کړې. دا افغان د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ دفتر په غوښتنې د ترهګرۍ جنایي ډلې سره لاس لرلو په تور تورن شوی او په موقتي توګه بندي شوی.

یوه سرچینه چې د قضیې په هکله معلومات لري، وايي چې دا افغان په خټه تاجیک دی او په ټیلګرام کې د خپلې پروژې په هکله یې چې څومره معلومات ورکړي، تر ډیره حده نا معلومه او نیمګړې ده.

دې سرچینې همدارنګه ویلي چې دا افغان کډوال تقریباً درې کاله کیده چې فرانسې ته تللی و او دوه نور کسان چې په لومړي سر کې نیول شوي و، تر پوښتنو وروسته خوشې شویدي.

امریکا کې نیول شوی ۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي نومیږي او د اوکلهوما په ایالت کې نیول شوی او له داعش ډلې سره په همکارۍ تورن شوی دی.

د عدلیې وزارت ویلي چې توحیدي وروسته له هغه ونیول شو چې پر هغه "شک وشو چې داسې ګامونه یې پورته کړي چې د خپلې کورنۍ شتمنۍ وپلوري، د کورنۍ غړي "له امریکا څخه" بهر ځای پر ځای کړي، کلاشینکوفونه او مرمۍ ترلاسه کړي او په متحده ایالاتو کې یو تروریستي برید وکړي."

د جرمي قضیې د اسنادو له مخې، توحیدي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۹مه د کډوالۍ په ځانګړې ویزې امریکا ته راغلی دی.

ویل شوي چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي ای) یوې"محرمې انساني سرچینې" وروسته له هغه له توحیدي سره اړیکه ونیوله چې هغه په دې وروستیو کې په فیسبوک کې د خپلې کورنۍ د شخصي شتمنیو د پلور اعلان وکړ.

د ایف بي ای سرچینې وویل چې هغه د ټوپکو د سوداګرۍ د پیل کولو لپاره یو کمپیوټر ته اړتیا درلوده. د توحیدي په خلاف د شکایت له مخې، هغه د دوه کلاشینکوفونو او مرمیو پیرلو ته لیوالتیا څرګنده کړې وه.