متحده ایالات د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د محلي پولیسو یا سمیه ایزو ملیشو مالي ملاتړ کوي.
دغه ځوانان په ظاهره د افراطیانو په څېر ښکاري خو هغوی د افغانستان د محلي پولیسو لپاره د ننگرهار په اچین کې کار کوي. کله چې داعش برید وکړي نو دا ځوانان د دفاع په لومړۍ کرښه کې وي.
د محلي پولیسو ځواک د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې د امریکا په مرسته په ٢٠١٠ کال کې جوړ شو.
دا ځواکونه په ځانگړې توگه په هغو سیمو کې جوړ شوي چې د حکومت امنیتی قوه کمزوری دی.
نن سبا دغه ځواک د افغانستان په ٣١ ولایتونو کې د افغانستان د امنیتي چارو مهمه برخه گڼل کېږی. په اچین کې ځايی خلک له دغو پولیسو سره خوشاله دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په محلي پولیسو کې هروخت د شاملیدو پر مقرراتو عمل نه کېږي له همدې امله مجرمین، د ناقانونه ملیشو او وسلوالو ډلو غړي حتی طالبان هم پکې شاملیږي.
د متحده ایالاتو حکومت له دغې ادارې سره د راتلونکو مرستو لپاره په محلی پولیسو کې د اصلاحاتو شرط اېښی دی.
دافغانستان حکومت په دې اړه یو شمیر اقدامات کړي دي خو د بشري حقونو ډلې وايي په دغو سیمو کې نورو ډیرو اصلاحاتو ته اړتیا ده.