د افغانستان حکومت د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف د اعلامیې هرکلی وکړ

د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې هر کلی وکړ.

یاده غونډه پرون دوشنبه جون ۲۸مه د ایټالیا په پلازمینه روم ښار کې جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه جون ۲۹ ( چنګاښ اتمه) ویلي چې په یاده غونډه کې د داعش د (خراسان څانګې) پر ضد د افغان حکومت د هڅو ستاینه شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دغه ناستې د پایلو د هرکلي ترڅنګ د نړیوال تروریزم په وړاندې مبارزې ته ژمن دی او یو ځل بیا په دغه برخه کې پر هر اړخیزه، سیمه ییزه او نړیواله مبارزه ټینګار کوي."

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه نړیوال ایتلاف په اعلامیه کې د داعش پر ضد پر پراخې او هر اړخیزې مبارزې ټینګار شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیاء سراج د روان کال په غوايي میاشت کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په تیرو کلنو کې ۴۰۸ بهرني داعشیان نیولي دي.

نوموړي د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې نیول شوي داعش وسله وال د ۱۴ هیوادونو اتباع دي چې په وینا یې اکثره یې پاکستانیان دي.

نوموړي زیاته کړه چې د نیول شوو شویو داعشیانو د برخلیک په اړه له اړوندو هېوادونو سره مذاکرات پيل شوي دي.

ښاغلي سراج وویل چې په نیول شویو کسانو د داعش ډلې د غړو ۱۷۳ ښځې او ماشومان هم شامل دي.